کډوالي

ملګري ملتونه: په لېبیا کې له کډوالو سره «سیستماتیک» تاوتریخوالی او بشري سرغړونې کېږي

انځور له ارشیف څخه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر او په لېبیا کې د دغه سازمان ملاتړي ماموریت په یوه نوي او ټکان ورکوونکي راپور کې ویلي، چې په لېبیا کې مېشت کډوال له بې‌ساري او سیستماتیکو بشري سرغړونو، وژنو او شکنجو سره مخ دي.

د دغه راپور له مخې، چې نن سېشنبه خپور شو، په لېبیا کې د انساني قاچاق وړونکو جرمي شبکې کډوال تښتوي، په بد وضعیت کې یې ساتي او له کورنیو څخه یې د پیسو ترلاسه کولو لپاره په بې‌رحمانه ډول شکنجه کوي.

ملګرو ملتونو په ډاګه کړې چې دا جرمي شبکې ډېر کله له ځینو لېبیايي چارواکو او په بهر کې له نورو جنایتکاره ډلو سره نږدې اړیکې او همکاري لري، چې دې چارې د کډوالو ژوند له سخت خطر سره مخ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ټینګار کړی چې په سمندر کې د کډوالو د کښتیو درول او په زوره بېرته لېبیا ته د هغوی ستنول باید سمدستي ودرول شي، ځکه دا کار کډوال بېرته د هغو کسانو منګولو ته ورکوي چې هغوی شکنجه کوي.

په راپور کې راغلي چې په لېبیا کې د کډوالو د ساتنې په مرکزونو کې جنسي تېری، جبري کار او په قصدي ډول وژنې هغه څه دي چې هره ورځ تکرارېږي.

دغه بنسټ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر لېبیا فشار راوړي ترڅو د کډوالو پر وړاندې دا جنایتونه بند کړي او هغه کسان محاکمه کړي چې له قاچاق وړونکو سره په دې جرمونو کې لاس لري.

که څه هم د ملګرو ملتونو په دغه راپور کې د ټولو کډوالو یادونه شوې، خو د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په تېرو راپورونو کې بار بار تایید کړې چې افغانان د ترکیې اوایران له لارې اروپا ته د تلونکو کډوالو لویه برخه جوړوي.

په وروستیو کې د یونان په اوبو کې د افغان کډوالو د کښتیو ډوبېدل او د ایران-ترکیې پر پوله د هغوی ځپل ښيي چې افغانان د دې انساني ناورین په لومړۍ کرښه کې دي او په لېبیا کې هم کډوال له ورته برخلیک سره مخ دي