د امو ټلوېزیون موندنې چې د کډوالو په چارو کې د طالبانو د عالي کمېسیون لخوا په ورکړل شویو ارقامو ولاړې دي، ښيي چې په تېره یوه اونۍ کې (د غبرګولي له ۹مې تر ۱۵مې نېټې پورې) پاکستان ۱۵,۴۶۱ افغان کډوال په زوره له دغه هېواده ایستلي دي.
د دغو ارقامو له مخې، په ورته وخت کې ۱,۶۰۰ نور افغان کډوال له ایرانه هم په اجباري او اختیاري توګه ایستل شوي او هېواد ته راستانه کړل شوي دي.
دا کډوال د تورخم، سپین بولدک، اسلام کلا او ابریشم پله پرلارو هېواد ته راستانه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) پهدې وروستیو کې ویلي و، چې د روان میلادي کال د اپرېل له ۲۶مې د مې تر ۹مې پورې ۱۱۴,۳۲۱ کسان له ایران او پاکستان څخه په اجباري او اختیاري توګه افغانستان ته راستانه شوي دي.
دغه سازمان په خپل دوه اونیز راپور کې زیاته کړې چې په دغه موده کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴,۷۷۸ کورنۍ هېواد ته داخلې شوې دي.
د کډوالۍ د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د روان کال د مې تر ۹مې پورې، په ټولیزه توګه ۳,۵۰۱,۱۹۳ کسان افغانستان ته راستانه شوي چې په هغوی کې ۴۸۷,۱۲۹ کورنۍ شاملې دي.
له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو د ډلهییز او اجباري اخراج لړۍ پهدې وروستیو کې خورا ګړندۍ شوې ده.
سره له دې چې د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو او ملګرو ملتونو په وار وار له اسلاماباد او تهرانه غوښتي چې په افغانستان کې د خراب اقتصادي وضعیت او د کار د نشتوالي له امله دې د کډوالو ایستل بند کړي، خو د دواړو ګاونډیو هېوادونو کورني سیاستونه او د امنیتي پلمو کارول د دې لامل شوي چې هره ورځ په زرګونو افغانان د تورخم او اسلام کلا په پولو کې له ناڅرګند برخلیک سره مخ شي.
