سیمهییزو سرچینو امو ټلوېزیون ته تایید کړې چې د هرات ښار یو تن اوسېدونکی ځوان، مرتضی کریمي، چې د دغه ښار په جبرئیل سیمه کې د وروستیو اعتراضونو د ځپلو پر مهال ټپي شوی و، د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
د خلکو په وینا، دغه ځوان د اعتراضونو پر مهال د طالبانو په ډزو کې لګېدلی و او دا مړینه پهداسې حال کې کېږي چې په هرات کې د طالبانو امنیتي حضور لا سخت شوی دی.
یوې باخبرې سرچینې ویلي چې مرتضی کریمي پر پښه ویشتل شوی و او د سختې وینې بهېدنې له امله یې روغتیايي حالت خراب شوی و.
دغې سرچینې زیاته کړې چې په هرات کې یو شمېر شخصي روغتونونو د هغه له بستر کولو ډډه کړې وه او کله چې له ځنډ وروسته دولتي روغتون ته ولېږدول شو، نو ډېره وینه یې بایللې وه چې له امله یې د پښتورګو له پړاو (نارسایي) او نورو جدي روغتیايي ستونزو سره مخ شو او ساه یې ورکړه.
طالبانو تر اوسه پدې اړه څه ندي ویلي.
سرچینې وایي چې د مرتضي کریمي جسد به نن د سې شنبې په ورځ د هرات ښار په کمره کلاغ سیمه کې په عمومي هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.
همدا راز ویل کېږي چې طالبانو په جبرئیل او شاوخوا سیمو کې خپل ځواکونه زیات کړي دي؛ ځکه هغوی اندېښنه لري چې د جنازې مراسم د خلکو په پراخې غونډې او نویو اعتراضونو بدل نشي.
په هرات کې اعتراضونه وروسته له هغې پیل شول چې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت محتسبینو په لسګونو ښځې او نجونې د هغوی د خوښې حجاب د نهمراعاتولو په تور ونیولې.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) پخوا تایید کړې وه چې په هرات کې لږترلږه ۳۰ ښځې نیول شوې دي.
یوناما دغه راز ویلي وو چې د اعتراضونو د ځپلو پر مهال لږترلږه یو تنکی ځوان وژل شوی او څو نور ټپیان دي.
د دغو اعتراضونو ځپل د بشري حقونو د څار سازمان او د ملګرو ملتونو د بېلابېلو بنسټونو لخوا په کلکه غندل شوي دي.
د سیمې د اوسېدونکو په وینا، په ځانګړي ډول د هزاره ګانو په سیمو کې د طالبانو تلاشۍ زیاتې شوې او ډېری ښځې د نیول کېدو له ډاره په عامه ځایونو کې نهراڅرګندېږي.
