د هرات د وروستیو اعتراضونو یو ټپي، په روغتون کې ساه ورکړه.
ځايي سرچینې وایي چې مرتضی کریمي د خپلو سختو ټپونو له امله، له څو ورځې بستر وروسته، نن ومړ.
د سرچینو په وینا، د جبرئیل سیمې د اعتراضونو پر مهال دوه مرمۍ نېغ په نېغه د دغه تنکي ځوان پر پښه لګېدلې وې.
هممهاله، سرچینې ټینګار کوي چې د مرتضی کریمي له مړینې وروسته طالبانو یو ځل بیا د هرات د جبرئیل په سیمه کې، د خپلو ځواکونو شمېر زیات کړی دی.
