په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مېشت ځایونو پروګرام (یو این هبیتات) په خپل نوي راپور کې خبرداری ورکړی چې تر ۲۰۶۰ زېږدیز کال پورې به د هېواد نیمایي نفوس په ښارونو کې مېشت شي، خو افغان ښارونه د دغه چټک بهیر لپاره هیڅ چمتووالی نلري.
د ملګرو ملتونو د دغه راپور پر بنسټ، په افغانستان کې د کډوالۍ، د اقلیمي بدلونونو له امله د وچکالۍ او د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله ښارونو ته د خلکو د لېږدېدو کچه په خورا تېزۍ سره روانه ده، چې له امله یې پر ښاري خدماتو فشار تر بل هر وخت زیات شوی دی.
یاد بنسټ ټینګار کړی چې که په هېواد کې مناسب، عادلانه او خوندي ژوند چاپیریال ته لومړیتوب ورنکړل شي، د نفوس دا بېمخینې زیاتوالی به ښارونه له لوی ناورین او د بېوزلۍ له پراخوالي سره مخ کړي.
دا احصایې په داسې حال کې خپرېږي چې همدا اوس د افغانستان د پلازمېنې کابل په ګډون د پنځو لویو ښارونو (هرات، مزارشریف، کندهار او جلالاباد) تر ۷۰ سلنې زیاتې مېشتې سیمې غیرپلاني او خپلسرې دي.
د کابل ښار نفوس چې د ۶ سوه زره کسانو لپاره ډیزاین شوی و، اوس مهال پکې تر ۵ میلیونو ډېر خلک ژوند کوي.
د اوبو او د چاپیریال ساتنې د ملي ادارو د پخوانیو معلوماتو له مخې، په کابل کې د تر ځمکې لاندې اوبو کچه هر کال د پام وړ ښکته ځي او اټکل کېږي چې په نږدې راتلونکي کې به د پلازمېنې ډېری اوسېدونکي له څښاک اوبو بېبرخې شي.
د دې ترڅنګ د معیاري فاضلاب سیسټم نشتوالی، د برښنا کمښت، د کثافاتو ناسم مدیریت او د ژمي په موسم کې د هوا ککړتیا هغه سرې کرښې دي چې د افغانستان ښاري ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
د نړیوال بانک د تېرو څېړنو له مخې، افغانستان په اسیا کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د ښاري کېدو کچه پکې تر ټولو ګړندۍ ده.
په دغه هېواد کې ښاري نفوس په کلنۍ توګه شاوخوا ۴ سلنه وده کوي، چې دا په خپله د بېکارۍ او د ښاري سرچینو د کمښت کچه څو چنده زیاتوي.
اقتصادي او د ښاري پراختیا کارپوهان وایي چې د ۲۰۶۰ کال د دغه احتمالي ناورین د مخنیوي لپاره باید اوسنۍ اداره د کابل د نوي ښار (کابل نوی ښار) په څېر سترې پراختیایي پروژې له سره فعالې کړي او په ولایتونو کې د متوازن انکشاف له لارې ښارونو ته د کلیوالو د کډوالۍ مخه ونیسي.
ملګري ملتونه وایي چې د دوامداره پراختیا د یوولسمې موخې (SDG 11) د ترلاسه کولو لپاره، نړیواله ټولنه او د افغانستان اداره باید داسې ښارونه رامنځته کړي چې د اقلیمي تغیراتو پر وړاندې مقاومت ولري او د ټولو هېوادوالو لپاره پکې د عادلانه او معیاري ژوند کیفیت خوندي وي.
