ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران او افغانستان ترمنځ د محکومینو د لېږد د دوه اړخیزې هوکړې په اډانه کې، ۱۶۲ تنه افغان بندیان خپل هېواد ته لېږدول شوي دي.
د ایران د عدلیې وزارت د بشري حقونو او نړیوالو چارو مرستیال، عسکر جلالیان ویلي چې دغه کسان د قانوني پړاوونو له تېرولو وروسته، د حبس د محکومینو د لېږد د موافقتنامې پر بنسټ په رسمي ډول د طالبانو مسؤلینو ته وسپارل شول.
ښاغلي جلالیان چې د دغه وزارت د بندیانو د لېږد کمېټې مشر هم دی، زیاته کړې چې د دغو بندیانو ډېری برخه د نشهیي توکو په تړاو جرمونو محکوم شوي وو او د شوې هوکړې له مخې به د خپل بند پاتې موده د افغانستان په زندانونو کې تېره کړي.
د دغه ایراني چارواکي په وینا، د بندیانو د لېږد د پروسې په یوولسم پړاو کې ۱۲۰۶ تنه افغان بندیان د لېږد وړ پېژندل شوي وو، چې له هغې ډلې یو شمېر یې د کوچني اختر، د ایران د جمهوري غوښتنې د کلیزې، لوی اختر او غدیر په مناسبتونو کې په بېلابېلو وختونو کې عفوه شول.
نوموړي تایید کړه چې د دغو عفوو وروسته، په ټولیزه توګه ۷۳۵ تنه افغان بندیان په درېیو جلا جلا پړاوونو کې د خپل محکومیت د پاتې دورې تېرولو لپاره افغانستان ته رسول شوي دي.
