د آمو پښتو خبرونه

دریځ: ایا اغزن تار ړنګېږي؟ د ډیورنډ پر سر د شهباز او اپوزیسیون تازه ټکر!

افغانان د ډیورنډ کرښې اغزن تار نه غواړي. په دې وروستیو کې د کرښې هغې غاړې ته هم د دغه اغزن تار د لرې کولو غږونه پورته شوي دي. دا عادي غږونه نه دي؛ د پاکستان د حکومت د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزی هم د ډیورنډ کرښې اغزن تار د وروڼو، خویندو او قومونو د بېلتون لامل بولي او د هغه د لرې کولو غوښتنه کوي.

په همدې حال کې د پاکستان لومړی وزیر، شهباز شریف، وایي چې اغزن تار باید لا پیاوړی شي او کمرې هم پرې ولګول شي.