افغانستان

لغمان کې سیند ته د کډوالو د موټر لوېدو له امله ۴ تنه مړه شول

په لغمان کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي چې د راستنېدونکو کډوالو یو لېږدوونکی موټر  په دغه ولایت کې سیند ته لوېدلی چې په پایله کې یې لږ تر لږه څلور تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۰ تنه نور نادرکه شوي دي.

په لغمان کې د طالبانو د والي د رسنیو دفتر وايي چې دا پېښه د جمعې په شپه شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې د کابل–جلال‌اباد لویې لارې په اوږدو کې، د خیرو خېلو سیمه کې پېښه شوې ده.

د لومړنیو شمېرو له مخې، مرستندویه ځواکونو تر اوسه د څلورو تنو جسدونه له سیند څخه راوباسلي او اته ټپیان یې ژغورلي دي. د سیمه ییزو چارواکو په وینا، ۱۰ تنه نور لا هم نادرکه دي.

په دغې بیانیه کې د دې پېښې لامل د «موټر چلوونکي بې‌احتیاطي» بلل شوې ده.

په بیانیه کې راغلي دي چې د نادرکه شویو کسانو د موندلو لپاره د لټون او ژغورنې هڅې لا هم دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې هره ورځ سلګونه تنه هېوادوال له پاکستان څخه له ایستل کېدو وروسته، د تورخم له لارې هېواد ته راستنېږي.

د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي او د مناسبو سړکونو نشتوالی د دې لامل شوی چې د کابل-جلال‌اباد لویې لارې په څېر مسیرونه په یو تر ټولو مرګوني مسیر بدل شي.