کډوالي

پاکستان او ایران په یوه ورځ له ۴۰۰۰ زیات افغان کډوال شړلي

انځور- له ارشیف څخه، ایران وېستل شوي کډوال

د طالبانو د کډوالو چارو کمېسیون ویلي چې تېر ماښام (چهارشنبه، د تلې ۲۳مه) پاکستان او ایران ټول‌ټال ۴۱۴۳ افغان کډوال له خپلو هېوادونو ایستلي دي. د یاد کمېسیون د معلوماتو له مخې، له دې ډلې ۳۶۷۸ تنه له پاکستان او ۴۶۵ تنه له ایران څخه په جبري او رضاکارانه ډول بېرته افغانستان ته لېږل شوي دي.

د راپورونو له مخې، دا کډوال د سپین بولدک، بهرامچې، اسلام‌کلا او د ورېښمو پل له لارو هېواد ته داخل شوي دي. د دوشنبې په ورځ (د تلې ۲۱مه) هم پاکستان او ایران ۳۹۳۶ افغان کډوال شړلي وو، چې له دې ډلې ۲۹۶۲ تنه له پاکستان او ۹۷۴ تنه له ایران څخه شړل شوي وو.

ویل کېږي چې د وروستیو نښتو له امله له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر په وروستیو ورځو کې کم شوی دی.

بل‌خوا، د ایران رسنیو تازه راپور ورکړی چې د تهران له بهارستان ښار د کډوالو د ایستلو دویم پړاو پیل شوی دی. د ایران چارواکي او رسنۍ د بې‌اسناده افغان کډوالو لپاره د «ناقانونه بهرنیانو» اصطلاح کاروي.

د تهران د کډوالو چارو عمومي ریاست ویلي، له هغه وخت راهیسې چې دغه طرحه عملي شوې، تر اوسه له ۴۵۰ زرو ډېر افغان بې‌اسناده کډوال له دې ولایت څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. د یادې ادارې چارواکو ادعا کړې چې شاوخوا اویا سلنه ستنېدونکي کسان په خپله خوښه بېرته ورستانه شوي دي.

تر دې وړاندې د ایران د یزد ولایت والي محمدرضا بابایي ویلي وو چې د افغان کډوالو د غیرقانوني تګ راتګ د ستونزې حل یوازې د ایران د پولو د اغېزمن مدیریت له لارې ممکن دی.

Top of Form

Bottom of Form