د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په خپل نوي راپور کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې له ۸.۸ میلیونو څخه زیات ماشومان په یو وخت کې د اقلیمي بدلون له درېیو مرګونو خطرونو سره مخ دي.
دا د اندېښنې وړ ارقام پهداسې حال کې خپرېږي چې په هېواد کې د ماشومانو لپاره د روغتیا، اوبو او خوراک بنسټیز خدمات تر بل هر وخت کمزوري شوي دي.
یونیسف د «۲۰۲۶ کال د ماشومانو د اقلیمي خطر» تر سرلیک لاندې راپور کې ویلي چې اوسمهال د نړۍ نږدې نیمایي ماشومان د څو اقلیمي خطرونو له جدي ګواښ سره مخ دي، چې پدې سره د هغوی روغتیا، زدکړې او ژوندي پاتې کېدل له جدي خطر سره مخ شوي دي.
د راپور له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۲۱ میلیونه ماشومان ژوند کوي چې له دې جملې څخه ۴۱ سلنه (څه باندې ۸.۸ میلیونه) یې د سېلابونو، وچکالۍ، د تودوخې د سختو څپو او د خاورو د طوفانونو له ګډوډوونکو اغېزو سره لاس او ګرېوان دي.
یونیسف، افغانستان په سویلي اسیا کې د ماشومانو لپاره یو له تر ټولو زیانپذیرو هېوادونو یاد کړی دی.
د دې اصلي علت د اقلیمي ټکانونو پر وړاندې د ماشومانو لپاره د بنسټیزو خدماتو سخت کمښت او ضعیفوالی ښودل شوی دی.
په راپور کې راغلي چې د افغانستان له ۷۵ سلنې څخه زیات ماشومان له وچکالۍ او تر ۵۰ سلنې زیات یې د اوږدو او سختو ګرمیو له څپو سره مخ دي.
همدا راز له ۱.۷ میلیونو څخه زیات ماشومان د سیندونو د سېلابونو تر جدي ګواښ لاندې ژوند کوي.
یونیسف خبرداری ورکوي چې دا خطرونه یوازې طبیعي پېښې ندي، بلکې په مستقیم ډول هغه خدمات فلجوي چې ماشومان ورته د ژوندي پاتې کېدو او ودې لپاره اړتیا لري.
راپور زیاتوي چې په هېواد کې د ماشومانو ترمنځ د خوارځواکۍ ژور بحران، د اقلیمي خطرونو اغېزې څو چنده زیاتې کړې دي.
اوسمهال په میلیونونو له پنځو کلونو کم عمره ماشومان بیړنۍ درملنې ته اړتیا لري او د خوراکي توکو خوندیتوب په نشت حساب دی.
پرلهپسې وچکالۍ، سېلابونو او شدیدې تودوخې د هېواد پر زراعتي او خوراکي سیستمونو سخت فشار راوړی او پاکو اوبو ته یې د ماشومانو لاسرسی محدود کړی، چې دا چاره په مستقیم ډول د حادې خوارځواکۍ د زیاتېدو لامل ګرځي.
یونیسف د ماشومانو پر زدکړو او ټولنیز ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مقاومت لرونکو ښوونځیو جوړول کولای شي د بحران په وخت کې د ماشومانو د تعلیم لړۍ ژوندۍ وساتي.
په پای کې له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې په افغانستان کې د روغتیا، تغذیې، پاکو اوبو، حفظ الصحې او د ماشومانو د خوندیتوب په برخو کې سمدستي پانګونه وکړي ترڅو دا خدمات د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې کلک شي.
