سیاست

د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند د هوکړې نوي جزیات افشا شول

د امریکا او ایران ترمنځ د لنډمهالي اوربند نوي جزیات افشا شوي چې له مخې به یې واشنګټن د ایران له بندرونو کلابندي لیرې کوي او تهران به د تېلو د لېږد لپاره د «هرمز تنګی» بېرته پرانیزي. ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د دغه تړون بشپړ متن به ژر په رسمي ډول عامه شي.

دا هوکړه چې په مجازې توګه لاسلیک شوې، په تېر اپریل میاشت کې اعلان شوی کمزوری اوربند د نورو ۶۰ ورځو لپاره غځوي. دا موده دواړو هېوادونو ته چانس ورکوي ترڅو د یوې دایمي سولې پر سر خبرې وکړي.

د هوکړې له مخې، ایران ته اجازه ورکول کېږي چې د جمعې په ورځ د سند تر لاسلیک وروسته سمدستي د تېلو او د سون توکو پلور پیل کړي. د دې کار لپاره به بانکي، ټرانسپورټي او د بیمې خدمات هم فعال شي.

که څه هم ټرمپ ویلي چې دا تړون د ایران د اټومي وسلو د جوړولو مخه نیسي؛ خو د نومبر د ټاکنو په درشل کې پخپله په جمهوري غوښتونکي ګوند کې دننه له سختو نیوکو سره مخ دی.

منقیدین وایي ټرمپ په جګړه کې خپل اهداف ندي ترلاسه کړي؛ ځکه د ایران نظام پر ځای دی او د توغندیو پروګرام یې ندی بند شوی.

 اسراییل په‌دې خبرو کې ګډون ندی کړی او لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي چې هېواد یې د دې هوکړې منلو او له سویلې لېبنان څخه وتلو ته ژمن ندی.

بل لور ته حزب‌الله ویلي تر هغې چې د اسرائیلو اشغال پای ته نه وي رسېدلی، دایمي اوربند نه مني.

د دې تاریخي هوکړې د خبر له خپرېدو سره سم، په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې ۲ سلنه نورې هم راټیټې شوې او د تېرو درېیو میاشتو تر ټولو ټیټې کچې ته ورسېدې.

دواړه لوري وایي د هرمز تنګی به د راتلونکې جمعې له ورځې د تګ راتګ لپاره پرانیستی وي.

د امریکا په وینا دا لاره به د ۶۰ ورځو لپاره وړیا وي، خو د ایران دولتي ټلوېزیون ویلي چې کښتۍ باید لا هم د دوی له سپاه پاسداران سره همغږي وکړي.

دا خونړۍ جګړه د روان کال د فبرورۍ په ۲۸مه د امریکا او اسرائیلو لخوا پر ایران له بریدونو وروسته پیل شوه چې په ترڅ کې یې په ایران او لېبنان کې له ۷ زرو څخه زیات کسان ووژل شول.

په راتلونکو ۶۰ ورځو کې به د دواړو لوریو مذاکرات کوونکي د ایران د یورانیمو د بډای کولو او د اټومي پروګرام پر برخلیک خورا سختې خبرې اترې بېرته پیل کړي.