کډوالي

واشنګټن پوسټ: پاکستان ډېری هغه افغانان شړلي چې د امریکا د بیا مېشتېدنې پروسې ته یې انتظار کولو

یو شمېر افغان کډوال د پاکستان پولیسو لخوا در نیول کېدو په حال کې.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په تازه راپور کې لیکلي چې پاکستان په وروستیو میاشتو کې زرګونو هغه افغانان شړلي، چې د امریکا د بیا مېشتېدلو قانوني پروسه یې بشپړه کړې وه او یوازې د انتقال مرحلې ته منتظر وو.

د راپور له مخې، ډېری ایستل شوي افغانان هغه کسان دي چې د امریکا له پوځ، رسنیو او نورو پروژو سره یې د افغانستان د جګړې پر مهال کار کړی و. د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته، دوی د امریکا له‌خوا د پناه ژمنه ترلاسه کړې وه، خو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا د کډوالو د منلو پروګرام د ځنډېدلو له امله دا پروسه درېدلې ده.

۲۸ کلنه مېرمن «مرسل» چې د امریکا د تمویل شوې رسنۍ له پروژو سره د خپل پلار د کار له امله د طالبانو له ګواښونو سره مخ ده، واشنګټن پوسټ ته ویلي: «موږ فکر کولو ژر به امریکا ته لاړ شو، خو اوس موږ د طالبانو تر واک لاندې پټ ژوند کوو.»

ورځپاڼه لیکي چې د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، له ۲۰۲۳ کال را وروسته تر اوسه له یو میلیون ډېر افغانان د پاکستان له خاورې ایستل شوي دي، په دې کې هغه کسان هم شامل دي چې د امریکا حکومت له‌خوا یې د خوندیتوب رسمي لیکونه لرل.

د راپور له مخې، پاکستاني چارواکو په تېرو دوو کلونو کې د امریکا غوښتنې ته تر ډېره احترام کولو او هغه افغانان یې نه شړل چې د بیا مېشتېدلو پروسه یې روانه وه، خو د ټرمپ له نوې پالیسي وروسته دا وضعیت بدل شوی دی.

یو پخوانی افغان قراردادي، چې د امریکا د پوځ له انجینرۍ قطعې سره یې کار کړی و، واشنګټن پوسټ ته ویلي: «ټرمپ ګډوډي رامنځته کړه. پاکستان نور د امریکا د ژمنو پر عملي کېدو باور نه لري.»

د واشنګټن پوسټ په وینا، د امریکا د بایډن ادارې له ۲۰۲۱ وروسته شاوخوا ۲۰۰ زره افغانان بیا مېشت کړي، خو شاوخوا ۲۰ زره نورې دوسیې لا هم نیمګړې پاتې دي. اوس زرګونه افغانان، چې د امریکا پناه ته انتظار باسي، د نیونې، ایستلو او د طالبانو د غچ اخیستو له جدي خطر سره مخ دي.

راپور زیاتوي چې طالبانو د عامې بښنې اعلان کړی، خو د ملګرو ملتونو موندنې ښيي چې د پخواني حکومت کارکوونکي، خبریالان، او ښځینه فعالان لا هم د نیونو، شکنجو او تاوتریخوالي قربانیان دي.

د بشري حقونو کارپوهان وایي، د پاکستان دا پرېکړه د زرګونو افغانانو ژوند له جدي خطر سره مخ کړی، ځکه دا هغه کسان دي چې د امریکا له‌خوا یې د مرستې ژمنې ترلاسه کړې وې، خو اوس د طالبانو تر واک لاندې بې‌سرنوشته پاتې دي.