د کډوالو په چارو د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، چې د وږي له ۱۸مې نېټې راهیسې یې په ننګرهار، کندهار، کابل او هرات ولایتونو کې د بېرته راستانه شوو کډوالو د نغدي مرستو وېش مرکزونه په موقتي ډول تړلي دي.
یاد بنسټ څرګندوي چې د دې پرېکړې لامل د ښځو پر کار بندیز دی، ځکه ښځینه کارکوونکې نشي کولای خپلو دندو ته ولاړې شي او له بېرته راګرځېدلو ښځو ملاتړ وکړي.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ زیاته کړې چې په دې دلیل نشي کولای په خوندي، درناوي ډک او عادلانه ډول خدمتونه وړاندې کړي، نه یوازې ښځو او نجونو ته، بلکې ټولو بېرته راستانه شوو ښځو او سړیو ته.
دغه اداره زیاتوي چې له طالبانو سره په همغږۍ کار کوي څو ستونزه ژر حل شي او د مرستو بهیر بېرته پیل کړي.
خو په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي: «موږ لا هم نه پوهېږو چې دا تړل کېدل به تر کومه دوام وکړي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ به تر بیا پیل وروسته تاسو خبر کړي. تر هغې د پولو نور فعالیتونه، لکه د بېرته ستنولو پروسه، د معمول په څېر روانه ده.»
په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې یوازې د نغدي مرستو وېش او نور هغه خدمتونه چې د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د بېرته ستنېدنې له مرکزونو وړاندې کېږي، په موقتي ډول ځنډول شوي دي.
