د فلسطین دولتي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د اسراٸیلو پوځ د یکشنبې په ورځ، د سلواغه په ١٤مه نېټه په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د جنین کډوالو په پنډغالي کې شاوخوا ۲۰ ودانۍ په بمونو والوځولې.
رویټرز وايي چې د دې ودانیو د ویجاړولو اخیستل شوي انځورونه په عين وخت کې په ګڼ مېشته پنډغالي کې د یو لړ چاودنو ښودنه کوي.
د فلسطین ولسمشر محمود عباس په يوه بيانيه کې له امریکا وغوښتل چې د اسراٸیلو پوځي عملیات پای ته ورسوي او د ملګرو ملتونو له امنیت شورا یې وغوښتل چې «د فلسطیني خلکو پر وړاندې د اسراٸیلو د روان تېري د بندولو لپاره» یوه بېړنۍ غونډه راوبلي.
د اسراٸيلو پوځ ویلي دي، چې دوی فلسطیني مبارز وسله وال او د وسلو زېرمې په نښه کوي.
د اسراٸيلو پوځ اعلان کړی چې د لوېدیځې غاړې په شمالي برخه کې ۲۳ ودانۍ د چاودیدونکو توکو لابراتوارونو، وسلو او څارنې پوستو له موندلو وروسته « له منځه وړل شوي» دي.
رویټرز په وینا، اسراٸیلو پوځ د یکشنبې په ورځ په یوه مخکیني بیان کې، د وسلو، مهماتو او هغه څه انځورونه شریک کړل چې د ګازو ډبې ښکاري. دا په سمه توګه روښانه نه ده چې دا انځورونه چیرته اخیستل شوي دي.
د جنین دولتي روغتون مشر ویسام بیکر د فلسطین دولتي خبري اژانس ته ويلي، چې د روغتون یوه برخه په چاودنو کې زیانمنه شوې ده؛ خو ځاني تلفات نه لري.
د یادونې وړ ده چې جنین د فلسطیني کډوالو د اولادونو یو لوی پنډغالى دی چې د ۱۹۴۸ کال د جګړې پر مهال، د اسراٸیل دولت تاسیس شو، شړل شوي یا له خپلو کورونو تښتېدلي وو.
د اسراٸیلي پوځ په وینا، په دې سیمه کې د کډوالو کمپ د لسیزو راهیسې د وسله والو فعالیتونو مرکز و او د هٸواد د امنیتي ځواکونو لخوا د پرله پسې بریدونو هدف ګرځېدلى و.