امنیت

د ایران استازی: د افغانستان خاوره باید د ګاونډیو هېوادونو د امنیت ګواښلو لپاره و نه کارول شي

امیرسعید ایروانی، ملګرو ملتونو کې دایران استازی

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي امیرسعید ایرواني، د افغانستان په اړه د دغې شورا په غونډه کې خبرداری ورکړ چې نباید د افغانستان له خاورې د سیمې د هېوادونو، په ځانګړې توګه د ګاونډیو هېوادونو د امنیت د ګواښلو یا کمزوري کولو لپاره ګټه پورته شي.

هغه د افغانستان امنیتي وضعیت لا هم «سخت د اندېښنې وړ» وباله او د ترهګرو ډلو له لوري  پېښو ګواښونو ته یې د نړیوالې ټولنې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

ایرواني په خپلو خبرو کې وویل چې افغانستان لا هم له یو لړ پېچلو او یو په بل کې نغښتو ننګونو سره مخ دی؛ هغه ننګونې چې بشري او اقتصادي کړکېچ، پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه او همدارنګه د ترهګرو ډلو د فعالیتونو له امله دوامدار ګواښونه په‌کې شاملېږي.

هغه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي وروستي راپور ته په اشارې سره وویل چې دا راپور په دغه هېواد کې د شته ستونزو یو روښانه انځور وړاندې کوي.

د ایرواني په وینا، که څه هم افغانستان لا هم له جدي ستونزو سره مخ دی، خو راپور د اقتصادي ثبات ځینو نښو او د هېواد د ادارې د ساتلو او د اقتصادي فعالیتونو د پرمخ بېولو لپاره د واکمنو چارواکو هڅو ته هم اشاره کړې ده.

د ایران استازي په دوام کې ټینګار وکړ چې امنیتي ګواښونه لا هم د افغانستان په وړاندې د سیمې یو له ترټولو مهمو اندېښنو څخه دی.

هغه وویل افغانستان نباید د ترهګرو په امن پناه ځای بدل شي او نړیواله ټولنه باید ډاډ ترلاسه کړي چې د دغه هېواد له خاورې د نورو هېوادونو د امنیت د ګواښلو لپاره ګټه نه اخیستل کېږي.

ایرواني همدارنګه په افغانستان کې د بشري او اقتصادي وضعیت د خرابوالي په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل چې په میلیونونو افغان وګړي لا هم په بشري مرستو تکیه دي.

هغه د مرستندویه پروګرامونو د بودیجې کمښت ته په اشارې سره، له مرسته کونکو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې له افغانستان سره خپل مالي ملاتړ زیات کړي.

د یاد استازي په وینا، د افغانستان د بشري اړتیاوو د ځواب وینې طرحه د مالي سرچینو له د پام وړ کمښت سره مخ ده او په داسې شرایطو کې نړیواله ټولنه باید د ژغورونکو فعالیتونو د دوام لپاره لا زیاته، تلپاتې او د وړاندوینې وړ بودیجه چمتو کړي.

د ایران استازي همدارنګه د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو پر ازادولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې د اقتصادي او مالي محدودیتونو لېرې کول کولی شي د خلکو د معیشتي وضعیت له ښه کېدو او په دغه هېواد کې د اقتصادي ثبات له پیاوړتیا سره مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه چې بشري مرستې باید بې‌طرفه، خپلواکې او له سیاسي ملاحظاتو لرې وړاندې شي او نباید د سیاسي فشار د وسیلې په توګه ورڅخه ګټه پورته شي.

د هغه په وینا، د بشري مرستو سیاسي کول کولی شي د افغانستان خلکو ته نور زیانونه هم ورسوي.

ایرواني د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل د دوام پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، په افغانستان کې له واکمنو چارواکو سره رغنده خبرې اترې د بشري او اقتصادي ننګونو، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې او له حکومتولۍ سره د اړوندو مسایلو د حل لپاره اړینې دي.

هغه وویل چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور هم د افغانستان په وړاندې پر یوه هر اړخیز، اصولي او عملګرا چلند ټینګار کړی او دوامدار تعامل کولی شي د شته ستونزو د یوې برخې د حل لپاره لاره هواره کړي.

د ایران استازي همدارنګه د دوحې بهیر د سیمه ییزو او نړیوالو همکاریو لپاره یو مهم بستر وباله او ویې ویل چې تهران د دغه بهیر په چوکاټ کې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې او خصوصي سکتور په اړوندو کاري ډلو کې په فعاله توګه ګډون لري.

د هغه په وینا، ایران د افغانستان په وړاندې د سیمه ییزو او نړیوالو همکاریو د زیاتولو له هڅو ملاتړ کوي او پدې باور دی چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ همغږي د ثبات په رامنځته کولو او د شته ننګونو په کمولو کې مهم رول لري.

ایرواني په دوام کې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د پام وړ کمښت هرکلی وکړ او هغه یې په سیمه ییزه او نړیواله کچه د مثبتو پایلو لرونکې یوه مهمه لاسته راوړنه وبلله.

خو بیا هم، هغه خبرداری ورکړ چې دې بدلون د ډېری افغان کورنیو او کلیوالو ټولنو لپاره درنې اقتصادي پایلې له ځان سره لرلي دي.

هغه ټینګار وکړ چې د افغان بزګرانو ژوندون ته د لا زیات زیان د مخنیوي لپاره، نړیواله ټولنه باید په کلیوالو سیمو کې د بدیل عاید د رامنځته کولو او اقتصادي پراختیا له پروګرامونو ملاتړ وکړي.

د ایران استازي یو ځل بیا د ټولې سیمې لپاره د افغانستان پر ثبات او امنیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ترهګرۍ له ګواښ سره مقابله، د افغانستان له خلکو ملاتړ، د سیمه ییزو همکاریو پیاوړتیا او له واکمنو چارواکو سره د رغنده تعامل دوام، د دغه هېواد د روانو کړکېچونو د حل لپاره مهم عوامل دي.