افغانستان

په پروان کې د ترافیکي پېښې له امله پنځو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ

انځور- د پروان ترافیکي پېښه

د پروان ولایت په شېخ‌علي ولسوالۍ کې په یوه ترافیکي پېښه کې لږ تر لږه پنځو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.

په پروان کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د دغې پېښې د تاییدولو پر مهال ویلي چې دا پېښه پرون مازدیګر شاوخوا ۴:۰۰ بجې د دغې ولسوالۍ په «بېدقول» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د طالبانو په وینا، دا پېښه د یوه «فلانکوچ» ډوله مسافر وړونکي موټر او یوه «اکتروز» ډوله بار وړونکي موټر د ټکر له امله شوې او ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

په پروان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند فضل‌الرحیم مسکین‌یار ویلي دي چې د بار وړونکي موټر چلوونکی نیول شوی او پېښه د دغه ولایت د ترافیکو مدیریت تر څېړنې لاندې ده، ترڅو روښانه شي چې د دغې مړینې لامل کوم لوری و.

د یادولو ده چې د بار وړونکي موټر چلوونکی د شېخ‌علي ولسوالۍ اوسېدونکی دی او مسافر وړونکی موټر د بلخ ولایت د اوسېدونکو اړوند دی.

د پروان ولایت شېخ‌علي ولسوالي د پروان او بامیان ولایتونو ترمنځ نښلوونکې لاره ده چې غره‌ییز او کاږه واږه سړکونه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرو اړوندو ترافیکي پېښو په اړه د امو ټلوېزیون لخوا راټول شوي ارقام، چې په تېره یوه اوونۍ کې د طالبانو یا معتبرو سرچینو لخوا تایید شوي، ښيي چې په اوو ترافیکي پېښو کې د ۱۱ ماشومانو او پنځو ښځو په ګډون لږ تر لږه ۲۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دغو ارقامو پر بنسټ، په دغو پېښو کې لږ تر لږه ۴۶ نور کسان ټپیان شوي هم دي.

دا پېښې د غبرګولي له ۹مې تر ۱۶مې نېټې پورې په لغمان، غزني، فراه او جوزجان ولایتونو او همدارنګه یوه پېښه د ایران په سمنان ولایت کې رامنځته شوې ده.