د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکامتحدو ایالتونو استازي ویلي چې د واشنګټن لومړیتوب په افغانستان کې د خپلو اتباعو ساتنه او د ملي امنیت خوندي کول دي.
هغه ټینګار کړی چې طالبان لا هم “یرغمل نیونه” د فشار د وسیلې په توګه کاروي او د امریکايي وګړو د “غیرقانوني توقیف” له امله یې د هغوی د غندنې غوښتنه کړې ده.
نوموړي ویلي چې طالبان د ترهګرۍ ضد ژمنې نه دي عملي کړي او دا وضعیت د سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ پېښوي.
هغه همداراز د ښځو او نجونو پر زدهکړو، کار او عامه ژوند محدودیتونه د بشري حقونو جدي سرغړونه وبلله او ویې ویل چې دا اقدامات د افغانستان اقتصادي او بشري کړکیچ لا ژوروي.
د امریکا استازي د یوناما پر ماموریت هم نیوکه کړې او غوښتنه یې کړې چې د هغې د نوي کولو په بهیر کې اصلاحات رامنځته شي او یو قوي ځانګړی استازی وټاکل شي.
هغه زیاته کړې چې له طالبانو سره تعامل یوازې هغه وخت ممکن دی چې هغوی عملي پرمختګونه وکړي او د نړیوالو ژمنو ته درناوی وکړي.
