د امریکا په لاس انجلس کې د تېرې اوونۍ د سه شنبې په ورځ د اورلګېدنې له پیل راهیسې تر اوسه ۱۱ کسان مړه شوي او شاوخوا لس زره ودانۍ ویجاړې او سوځېدلې دي.
د رویټرز د راپور پر بنسټ، له څلورو ورځو راهيسې، اور وژونکي نه دي توانېدلي چې دا اور په بشپړ ډول کنټرول کړي او د جمعې په ورځ یې یوازې د لاس انجلس په ختیځ او لوېدیځ کې د اور د خپرېدو مخنيوى کړى دى.
امریکایی اور وژونکو اعلان کړى چې دوی د متحده ایالاتو د ختیځ ښار په لوېدیځ څنډه کې د پالیسادس او د ایتون د اور په مخنیوي او کنټرول کې پرمختګ کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې دغو اورونو په لاس انجلس کې ۳۵ زره هکټاره ځمکه (د منهاټن له مساحت دوه برابره) ویجاړه کړې ده.
د لاس انجلس ښاروال رابرټ لونا ویلي چې په ښار کې شاوخوا ١۵٣زره خلک د تخليې امرونو لاندې پاتې دي، او ١٦٦زره او ٨٠٠ نور خلک د وتلو خبرداری سره مخ دي، او د تخليې په ټولو سیمو کې ګرځبنديز په کلکه پلي کېږي.
دغه خبری آژانس لیکلی چې دغه اورونه په څو ورځو کې له کنټروله وتلی وو خو د سلګونو اور وژونکو له هلوځلو سربېره چې له هوا او ځمکې څخه يې د اور وژنې هڅه کوله، د پالیسادس اور په سلو کې ۸ او د ایتون اور په سلو کې ۳سلنه کابو شوى دى.
د یادولو وړ ده چې د «کال فایر»په نوم بنسټ وړاندې د جمعې تر ورځې پورې د دواړو اورونو د کنټرول کچه صفر سلنه اعلان کړې وه.
له بلې خوا، د فدرالي حکومت او کاناډا اوه ګاونډیو ایالتونو کلیفورنیا ته بېړنۍ مرستې لېږلي او هوايي ټیمونه یې پیاوړي کړي چې په سوځېدونکو غونډیو او ځمکنیو باندې اوبه او د اور وژنې مواد شيندي او خدمت کوونکې د لاسي وسیلو او شيلنګ په اوروژونکو نلونو سره د اور د لیکو د وژنې هڅې کوي.