سوداګري

په بازارونو کې د زړو بانکنوټونو زیاتوالي هېوادوال له ستونزو سره مخ کړي دي

عکس له آرشیف

د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، د پلازمېنې په بازارونو کې د زړو بانکنوټونه ډېر شوي او د پېرېدونکو او پلورونکو ترمنځ یې جنجالونه رامنځته کړي دي.

له بلې خوا د طالبانو تر ادارې لاندې مرکزي بانک پر اېکس ټولنيزه شبکه له خلکو غوښتي چې خپل پېر او پلور د «اېف پي» کارډ له لارې وکړي، څو د دوی پیسې زړې نه شي.

محمد علي چې له ډېرې مودې راهيسې په کابل ښار کې هټۍ لري او له همدې لارې د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کوي، وايي چې د بانکنوټونو ډېر زړېدل په ځانګړې توګه له لسګون او سلګون يې کار ستونزمن کړى او تل د زړو پیسو له امله د پېرودونکو سره په جتجال کې وي.

هټیوال محمد علي وايي: «موږ شاوخوا پنځه زره یا پنځه نیم زره زړې پیسې لرو، کله چې یو پېرودونکی د اخیستلو لپاره راشي او زړې پیسې ورکړو، دوی نه راضي کیږي. همدا لامل دی چې زموږ په هېواد کې د نويو پیسو نشتوالي ستونزې نورې هم ډېرې کړې دي.»

د هېواد یو شمېر اوسېدونکي پر طالبانو په ځانګړي ډول د طالبانو تر ادارې لاندې مرکزي بانک نیوکه کوي او وايي چې له بازاره د زړو بانکنوټونو په راټولولو کې بې غوري کوي.

يو شمېر هېوادوال وايي، چې د زړو بانکنوټونو د شتون له امله په ورځني پېر او پلور کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

د کابل اوسېدونکی نوروز علي امیري وايي:«له بده مرغه په ​​افغانستان کې کله چې پیسې په لاسونو کې نیسو، دا احساس نه کوو چې ارزښتمنې پیسې مو په لاس کې نیولې دي. موږ داسې احساس کوو چې موږ د ټیټ ارزته پيسې لرو.د یوه بې ارزښته کاغذ مو لاس کې نيولى. له همدې امله، موږ له ډیرو ننګونو سره مخ یو او هیڅوک دا زړې پیسې نه اخلي {او دوی وايي} دا خرابې شوې یا څېرې شوې دي.»

د کابل یو بل اوسېدونکی وايي:«د دغو پیسو حقیقت تر ډېره له ستونزو ډک دی او موږ له سرپرست حکومت (طالبانو) څخه غوښتنه کوو، چې دغه خرابې شوې او زړې پیسې راټولې کړي او د خلکو ستونزې ژر تر ژره حل کړي، ځکه زموږ د ستونزو یوه برخه ده. خلک دې زړو پیسو ته په ارزښت قايل نه دي او هیڅوک دا زړې پیسې نه اخلي.»

د طالبانو تر واک لاندې مرکزي بانک په روانه میاشت کې اعلان وکړ چې د راکړې ورکړې د اسانتیا په موخه له ۸۴۰ میلیونو څخه زیات افغانيو په ارزښت زاړه بانکنوټونه سوځول شوي دي. خو د بدلولو او د نويو بانکنوټونو د وېش په اړه يې څه نه دي ويلي.

د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د لړم په میاشت کې د مرکزي بانک د عالي شورا غړي شاه محمد محرابي چې په امریکا کې مېشت دی، ويلي و چې ۳۹۰ میلیونه بانکنوټونه چې معادل یې لس ملیارده افغانۍ کېږي،د فرانسوي شرکت اوبرتور فيدروشيري نومېږي، چاپ شوي دي.