سویلي آسیا

پاکستان او امریکا د ترهګرۍ پر ضد ګډو هڅو ټینګار کړی

پاکستان او امریکا د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې، په ځانګړي ډول د «بلوڅستان ازادۍ غوښتونکي پوځ»، «داعش-خراسان» او «تحریک طالبان پاکستان» له خوا د راپورته شویو ګواښونو پر وړاندې د اغېزمنو تګلارو پر جوړولو ټینګار کړی دی.

د واشنګټن او اسلام آباد ترمنځ د ترهګرۍ ضد خبرو اترو له نوي پړاو وروسته، دواړو خواوو په یوه ګډه خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې له ترهګرۍ سره په ګډه به د هغې په ټولو بڼو او څرګندونو سره مقابله وکړي.

په دې خبرپاڼه کې په داسې حال کې د بلوڅستان د آزادۍ غوښتونکي غورځنګ او تحریک طالبان پاکستان یادونه شوې ده، چې اسلام آباد په پرله‌پسې توګه د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان کې د دې دوو ډلو د شتون یادونه کړې ده.

له بلې خوا، طالبانو بیا په وار وار په پاکستان کې د داعش خراسان شتون په اړه خبرې کړې دي.

د دواړو خواوو په یوه ګډه خبرپاڼه کې راغلي، چې د پاکستان او امریکا پلاوي د هغو مهمو بدلونونو پر ارزونې ټینګار کړی چې د ترهګرۍ پر وړاندې رامنځته شوي دي؛ په ځانګړي ډول د هغو ګواښونو په اړه چې له «بلوڅستان آزادۍ غوښتونکي پوځ»، «داعش-خراسان» او «تحریک طالبان پاکستان» څخه راپورته شوي.

په داسې حال کې چې اسلام آباد په وار وار ویلي چې تحریک طالبان پاکستان او د بلوڅستان د آزادۍ غوښتونکی غورځنګ د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان له خاورې بریدونه کوي، خو طالبان هم ادعا کوي چې داعش-خراسان د پاکستان له خاورې افغانستان او سیمه په نښه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، تمي بروس، ویلي: «د امریکا او پاکستان تر منځ د ترهګرۍ ضد خبرې اترې پیل شوې دي. دغه خبرې اترې چې په اسلام‌اباد کې ترسره شوې، دواړو هېوادونو پکې په خپلو تازه مذاکراتو کې د ترهګرۍ د ټولو بڼو او ډولونو په وړاندې پر خپلې ګډې ژمنې ټینګار وکړ. امریکا او پاکستان د ترهګریزو ګواښونو په وړاندې د همکاریو د پیاوړتیا لارې هم وارزولې.»

له دې سره هم مهاله، پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د افغانستان له پولې سره نږدې، د خیبرپښتونخوا ایالت په باجور سیمه کې پر یاغیانو هدف‌مند عملیات پیل کړي دي.

دغه عملیات له رسمي اعلان پرته ترسره شوي، چې د پاکستاني چارواکو په وینا، لسګونه زره کسان یې بې‌ځایه کړي دي.

له بلې خوا، د پاکستان پوځ د سې شنبې په ورځ ویلي چې په تېرو څلورو ورځو کې یې د افغانستان له پولې سره نږدې، د دغه هېواد په سویل‌لوېدیځ ناارامه بلوڅستان ایالت کې ۵۰ یاغیان وژلي دي. په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا کسان په هغه پوځي عملیات کې وژل شوي چې تېره پنج‌شنبه پیل شوی و. دا سیمه د چین د “کمربند او سړک” د مهمو پروژو کوربه ده.

له دې سره، پاکستان له یوې خوا په سرحدي سیمو کې د یاغیانو پر ضد پوځي عملیات کوي، او له بلې خوا یې له امریکا سره په ګډه د ترهګرۍ ضد نوې مبارزه پیل کړي؛ هغه ډلې چې ريښه یې د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان کې بولي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د پوځ مشر په امریکا کې دی، او تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د بلوڅستان د ازادۍ غوښتونکی غورځنګ یو بهرنی ترهګریز سازمان اعلان کړ؛ هغه ډله چې پاکستان ادعا
کوي مشري یې د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان کې ده.