د پاکستان د پنجاب ایالت په لاهور ښار کې د یو ښوونیز مرکز د چت د راپرېوتلو له امله لږ تر لږه ۱۴ ماشومان مړه او څو نور ټپیان شوي دي.
د چارواکو په وینا، دا پېښه د سې شنبې په ورځ د لاهور په «کاهنه» سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې د ودانۍ په لاندېني پوړ کې له ۳۰ څخه زیات ماشومان په ټولګي کې په زدهکړو بوخت وو او په پورتني پوړ کې د بیارغونې کارونه روان وو.
د پنجاب د روغتیا وزیر خواجه عمران نذیر رسنیو ته تایید کړې چې د پېښې له ځایه ۱۹ ماشومان روغتون ته لېږدول شوي، چې ۱۴ تنو یې ژوند له لاسه ورکړی دی.
هغه زیاته کړه چې د لومړنیو طبي مرستو وروسته دوه ماشومان رخصت شوي او څلور نور لا هم تر درملنې لاندې دي.
د ژغورنې ډلو ویلي چې د کنډوالې لاندې د بند پاتې شویو کسانو د راایستلو عملیات په بشپړ ډول پای ته رسېدلي دي.
بل لور ته، د لاهور پولیسو ویلي چې د پېښې په تړاو یې د ودانۍ د مالک په ګډون ۵ شکمن کسان نیولي او د پېښې په اړه جدي څېړنې روانې دي.
په پاکستان کې د ودانیو او چتونو راپرېوتل نوې خبره نه ده؛ په دغه هېواد کې ډېری وخت د خوندیتوب د کمزورو سټنډرډونو او د بېکیفیته ساختماني موادو د کارولو له امله دا ډول مرګونې پېښې رامنځته کېږي.
