سویلي آسیا

په کشمیر کې د شا او خوا ۱۰۰ پاکستاني سرتیرو مرګ ژوبله

انځور، پاکستاني پولیس د لاریون، مخنیوی، ارشیف څخه

د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د تېرو دوو اوونیو راهیسې د روانو خونړیو اعتراضونو او سخت تاوتریخوالي له امله، لږ تر لږه ۲۴ ملکي وګړي وژل شوي او لسګونه نور سخت ټپیان شوي دي.

سیمه‌ییزو سرچینو او رپوټونو تایید کړې چې په‌دې نښتو کې تر اوسه څلور پولیس هم وژل شوي او شاوخوا ۹۷ امنیتي سرتېري په بېلابېلو ډبرو ویشتلو او فزیکي اخ و ډب کې ژوبل شوي دي.

پاکستاني چارواکو منلې چې د وضعیت د کابو کولو په پلمه یې تر اوسه له ۵۰۰ څخه زیات لاریون کوونکي او فعالان نیولي او نامالوم ځایونو ته یې لېږدولي دي.

د اعتراضونو تنظیموونکي پر حکومت تور پورې کوي چې د خلکو د روا او سوله‌ییزو غوښتنو پر وړاندې یې له سخت زور زیاتي او د غږ ځپلو له تګلارې کار اخیستی؛ دوی ټینګار کوي چې د نیول شویو بندیانو سمدستي ازادي او د خپلو اساسي حقونو خوندیتوب غواړي.

بل لور ته، دولتي چارواکي ادعا کوي چې په سیمه کې د سختو امنیتي تدابیرو نیول د قانون د حاکمیت، د عامه نظم د خوندیتوب او د دولتي تاسیساتو د ساتنې لپاره اړین دي.

د تاوتریخوالي له اوج ته رسېدو وروسته په‌دې سیمه کې پراخ عمومي اعتصاب پیل شوی، چې له امله یې ټول سوداګریز مرکزونه، بازارونه او ښوونځي تړل شوي او مهمې ترانزیتي لارې د تګ راتګ پر مخ بندې دي.

حکومت د معلوماتو د شریکولو د مخنیوي او د لاریونونو د کنټرول په موخه په سیمه کې د انټرنېټ او مخابراتي خدماتو پر فعالیت هم سخت محدودیتونه لګولي، چې دې کار ځايي خلک او خبریالان له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.