سویلي آسیا

هند کې په یوې سټوډیو کې اورلګېدنې ۱۵ کسان وژلي دي

د هند په شمالي ښار لکناو کې د پوهنتون د محصلینو د انیمېشن په یوه سټوډیو او کتابتون کې د اور لګېدو له امله لږ تر لږه ۱۴ تنه مړه شوي، چې ډېری یې ځوان محصلین دي.

ځايي چارواکي وایي، دا پېښه د دوشنبې په ورځ د اترپریديش ایالت په مرکز لکناو ښار کې په یو درې پوړیزه سوداګریزه ودانۍ کې رامنځته شوې ده.

په دغه ودانۍ کې پر یوه پوړ د محصلینو لپاره کتابتون او د انیمېشن سټوډیو او پر بل پوړ د څارویو د درملنې یو کلینیک شتون درلود.

د اترپریديش ایالت مرستیال اعلی وزیر برېجیش پاټک د پېښې د تاییدولو پر مهال خبریالانو ته وویل: «په‌دې زړه بوږنوونکې پېښه کې د ارامو او خوشحاله کورنیو ۱۵ ځوانان مړه شوي او څلور نور سخت ټپیان دي.»

عیني شاهدانو وویل، کارکوونکي تازه له غرمې ډوډۍ بېرته راستانه شوي وو چې د اور خبر ورکړل شو، خو په ودانۍ کې د لوګي د زیاتوالي له امله لارې بندې شوې وې.

په ټولنیزو شبکو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې یو شمېر کسان د تېښتې لپاره له کړکیو بهر راوځي او حتی یو تن له پورتني پوړ څخه راغورځېږي، خو ځايي رسنۍ وایي هغه ژوندی پاتې شوی او روغتون ته لېږدول شوی دی.

د ژغورنې ډلو او اور وژونکو د ودانۍ د دېوال په ماتولو سره دننه لار پيدا کړه او د ځانګړو پکو (ایګزاسټ فن) په واسطه یې د لوګي له کمولو وروسته جسدونه راووېستل.

تر اوسه د دغې اورلګېدنې اصلي لامل ندی څرګند، خو په هند کې ډېری داسې پېښې د بریښنا د شارټۍ او د خوندیتوب د اصولو د نه‌مراعاتولو له امله رامنځته کېږي.