د طالبانو تر ادارې لاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې د دې وزارت وزیر نورالدین عزیزی، د یوه پلاوي په مشرۍ، د «قرغیزستان اقتصادي فورم» په غونډه کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته تللی دی.
د وزارت په وینا، د طالبانو د پلاوي سفر نن دوشنبه د قرغیزستان په رسمي بلنه ترسره شوی دی.
د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې، د طالبانو پلاوی به د سفر پر مهال د قرغیزستان له چارواکو سره دوه اړخیزې لیدنې ترسره کړي او د دې پروګرام په یوه ځانګړې غونډه (پنل) کې به وینا هم وکړي.
د قرغیزستان او روسیې اووم ګډ اقتصادي مجمع به د روان میلادي کال د اګسټ له ۱۳مې تر ۱۵مې د ایسیککول د جهیل پر غاړه ترسره کېږي. په دغه غونډه کې به به پر بېلابېلو موضوعاتو لکه اقتصادي همکارۍ، ډیجټلي کېدل، مالي چارې، ګرځندوی او د نوې کېدونکو انرژیو چارو بحث وشي.
د پروګرام جوړوونکي وايي، د دې غونډې هدف د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او د ګډو پروژو پلي کول دي.
