د خوست، پکتیا او پکتیکا ولایت یو شمېر باغ لرونکي او بزګران وایي، چې طالبانو هغوی د عشر د نه ورکولو له امله نیولي او بندي کړي دي.
د دغو ولایتونو اوسېدونکو آمو ته ویلي، چې طالبانو د ځمکو او غرونو د تازه او وچو میوو د فصلونو د راټولو پر مهال خلک خبر کړي، چې د کال د هر ډول حاصلاتو له راټولولو سره سم باید هغوی ته عشر ورکړل شي.
د سیمه ییزو سرچینو په وینا، ډېری باغ لرونکي او بزګران د خراب اقتصادي وضعیت سره مخ دي، تر دې چې د سهار او ماښام د یوې ډوډۍ د پیدا کولو لپاره اندېښمن دي. هغوی زیاتوي، چې په ډېرو سیمو کې طالبانو ته د عشر د نه ورکړې له امله خلک نیول شوي او د شپو شپو لپاره زندانونو ته اچول شوي دي.
سرچینې وایي، پرلهپسې وچکالۍ، بې وخته بارانونو او سېلابونو د سیمې زیاتره باغونه او کرنیز فصلونه له منځه وړي، چې له امله یې خلک د ژوند لومړنۍ اړتیاوې هم نشي پوره کولی. خو طالبانو بیا هم د زور او جبر له لارې د عشر ټولولو ته دوام ورکړی دی.
د پخواني جمهوري حکومت پر مهال به ډېری خلکو د حاصلاتو عشر په سیمه کې بېوزلو کورنیو ته ورکاوه، چې د هغوی لومړنۍ اړتیاوې به ورسره پوره کېدې. خو اوس، د طالبانو د عشر اخیستو له امله د ډېرو بېوزلو کورنیو هغه مرستې هم بندې شوې دي.
سیمه ییزې سرچینې زیاتوي، چې په دې وروستیو کې په خوست، پکتیکا او پکتیا کې د ځان وژنې پېښې ډېرې شوې دي، چې د ډېرو لاملونه یې د طالبانو زور زیاتی، بېکاري او نا معلوم برخلیک بلل شوی دی.
