سوداګري

طالبانو: د ګمرکي تعرفو زیاتوالی کوچني کاروبارونه او د ښځو سوداګري زیانمنوي

د ارشیف انځور

د طالبانو تر ادارې لاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د امریکا د تعرفو لوړوالی، د افغانستان د صادراتي توکو پر وړاندې یو لوی خنډ دی او د افغانستان د اقتصادي ودې مخه نیسي.

د دغه وزارت ویاند د طالبانو تر ادارې لاندې ملي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان پر صادراتي توکو د ګمرکي تعرفو لوړوالی، سوداګرۍ، نوې صنعتونه او کوچني کاروبارونه په ځانګړي توګه د ښځو سوداګریز فعالیتونه زیانمنوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څه موده مخکې، د افغانستان په ګډون، پر ډېری هېوادونو د ګمرکي تعرفو کچه لوړه کړه او د امریکا ګمرکي تعرفې د افغانستان پر صادراتي توکو له ۱۰ سلنې څخه ۱۵ سلنو ته لوړه شوه.