د سرچینو له قوله د آمو موندنې ښيې چې په تېرو دوو اونیو کې په خوست ولایت کې لږ تر لږه ۱۰ کسانو ځان وژنې ترسره کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د سرچینو په وینا، نن غرمه (چهارشنبه) د خوست ښار په فامیلیو سیمه کې یوه تنکي ځوان ځان وژنه کړې ده.
د سرچینو وايي، ډیری دغه ځان وژنې د اقتصادي ستونزو او بېکاری له کبله تر سره شوي دي.
د شمېرو پر بنسټ، د دغو ځان وژنو ډیری برخه د تنکیو ځوانانو لهخوا ترسره شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن غرمه (چهارشنبه) د خوست ښار په فامیلیو سیمه کې یوه تنکي ځوان ځان وژنه کړې ده.
تېره ورځ د دغه ولایت په مندوزیو ولسوالۍ کې یوې ښځې او خاوند یې په ګډه ځان وژنه کړې وه.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په خوست ولایت کې امر کړی چې د ځان وژنې راپورونه دې خپاره نشي.
