سوداګري

په لوګر کې د مڼو حاصلاتو کې ۴ سلنه زیاتوالی راغلی

د ارشیف انځور

د طالبانو تر ادارې لاندې د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسؤولین وایي، چې سږ کال د دغه ولایت د مڼو حاصلات ۱۸۸۱۸ مټریک ټنو ته رسېږي، چې د د تېر کال په پرتله ۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، د بزګرانو ستونزو ته پر وخت رسیدنه او کرنیزو خدمتونو ته اسانه لاسرسی د دې لامل شوی چې سږکال د مڼو حاصلات زیات شي.

خو بلخوا د دغه ولایت بزګران د بازار د نشتون شکایت کوي او وایي، چې هر کال یې حاصلات په نیمه بیه لاړ شي.

باغ لرونکي د طالبانو حکومت څخه د افغاني تازه میوو لپاره د مناسب بازار غوښتنه کوي.