په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د څلورمې کالیزې له رانږدې کېدو سره هم مهاله، په بامیان ولایت کې یو شمېر ښځې چې له زده کړو محرومې دي وايي چې دا څلور کلونه د دوی لپاره له کړاوونو او ننګونو ډک وو. له زده کړې څخه د محرومیت وروسته، یوې نجلۍ په بامیان ښار کې د دودیزو جامو تولید کارخونه جوړه کړې او د ځان او ۲۵ نورو هغو نجونو ته چې خپلې زده کړې یې له لاسه ورکړې دي د کار زمینه برابره کړې ده.
د طالبانو د واکمنۍ څلورمه کلیزه
له زدهکړو پاتې نجونې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د څلورو کلونو کړاوونه بیانوي.
- لیکوال: آمو ټلویزیون
- ۲۲ زمری، ۱۴۰۴
