د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیره، پېني وانګ د جمهوری نظام د سقوط د څلورمې کلیزې په مناسبت ټینګار کړی چې د ښځو او نجونو شتون او ونډه په افغانستان کې د سولې او دوامدارې ودې د ترلاسه کولو لپاره حیاتي اهمیت لري.
هغې تېره ورځ (د زمري ۲۴مه) پر ایکس لیکلي، چې اسټرالیا د افغانستان له خلکو او د نړۍ په کچه د افغان ټولنو سره ولاړه ده او هڅه کوي طالبان د بشري حقونو د سرغړونو په تړاو ځواب ویونکي وساتي.
اغلې وانګ زیاته کړه چې اسټرالیا د کاناډا، جرمني او هالېنډ سره په همغږۍ کې ده، څو د طالبانو لهخوا د ښځو د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو د کنوانسیون د نقض له امله اقدام کړی او له افغانستان غواړي چې خپلو نړیوالو ژمنو ته وفاداره پاتې شي.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې وویل: «موږ د افغان ښځو او نجونو غږ اورېدلی او د هغوی د بشري حقونو د دفاع او د دوی د غږ د پیاوړتیا ژمن یو.»
هغې ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو د ملاتړ لپاره په ګډه غږ پورته کړي، ځکه پرته د ښځو له فعال ګډون څخه، په دغه هېواد کې دایمي سولې او پرمختګ ته رسېدل ناشوني دي.
