د طالبانو د واکمنۍ څلورمه کلیزه

د طالبانو څلور کلنه واکمنۍ کې ۲۴۸۸۲ امنیتي پېښې ثبت شوې دي

له امنیتي پلوه؛ د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په تېرو څلورو کلونو کې په ټول افغانستان کې ۲۴ زره او ۸۸۲ امنیتي پېښې ثبت شوې دي، چې له دې شمېر پېښو یوازې د ۳۷۹ پېښو مسوولیت د داعش خراسان څانګې منلی دی.

د ملګرو ملتونو درې میاشتني راپورونه ښيي، چې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري له ۲۴مې بیا د ۱۴۰۴ لمریز کال د غبرګولي تر ۲۱مې پورې، یو زره او ۳۶۹ ملکي وګړي وژل شوي او درې زره او ۲۷۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

له دې ټولو سره سره، په تېر کال کې د داعش خراسان څانګې ګواښ تر دې بریده ورسېد، چې د طالبانو د کابینې غړي یې په نښه کړل او دې ډلې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر سرپرست خلیل‌الرحمان حقاني د برید مسوولیت هم پر غاړه واخیست. په دغه برید کې خلیل‌الرحمان حقاني ووژل شو.

د ملګرو ملتونو درې میاشتنی راپور –۱۴۰۰ ﻫ.ل کال د زمري ۲۴مه ـ ۱۴۰۴ ﻫ.ل کال د غبرګولي ۲۱مه:

  • د ټولو امنیتي پېښو شمېر: ۲۴ زره او ۸۸۲ پېښې
  • د داعش خراسان له لوري منل شوي پېښې: ۳۷۹ پېښې
  • د وژل شویو ملکي وګړو شمېر: ۱۳۶۹ کسان
  • د ټپیانو شمېر: ۳۲۷۲ کسان

سربېره پر دې، د ملګرو ملتونو د راپورونو شمېرې ښيي، چې په دې څلورو کلونو کې د طالبانو پر ضد پوځي جبهو هم خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی. له دغو پوځي جبهو؛ د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهه او د یاسین ضیا په مشرۍ د افغانستان د ازادۍ جبهې، پر طالبانو تر ټولو د ‌ډېرو بریدونو مسوولیت منلی دی.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د مقاومت جبهې په دې موده کې له ۲۵۵ څخه ډېر بریدونه ترسره کړي او د افغانستان د ازادۍ جبهې له سلو څخه د ډېرو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی، خو دواړه جبهې تل له دې د ډېرو بریدونو دعوه کوي. خو طالبان بیا وایي، چې د دوی پر ضد د وسله‌وال مخالفت هېڅ ډول جبهه فعاله نه ده.

د ملګرو ملتونو درې میاشتنی راپور –۱۴۰۰ ﻫ.ل کال د زمري ۲۴مه ـ ۱۴۰۴ ﻫ.ل کال د غبرګولي ۲۱مه:

  • د مقاومت جبهې ټول بریدونه: ۲۵۵ پېښې
  • د افغانستان د ازادۍ جبهې ټول بریدونه: ۱۰۲ پېښې
  • د ملي حاکمیت د خلکو جبهې او د افغانستان د ازادۍ غورځنګ فعالیتونه هم په راپورونو کې یاد شوي دي.

په راپورونو کې ځینې داسې بریدونه هم راغلي، چې مسوولیت یې هېڅ ډلې نه دی منلی، خو د طالبانو پر ضد د پوځي مخالفو جبهاتو د بریدونو تر عنوان لاندې ذکر شوي دي.

په دې منځ کې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څار او تحلیل وروستي راپور پر دې ټينګار کړی، چې طالبانو د ترهګرو ډلو لپاره د خوندي فعالیت زمینه برابره کړې او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان څخه د امنیتي ګواښونو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی. خو طالبانو له آمو سره په خبرو کې ادعا کړې چې په افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله فعاله نه ده او دا یې هم ویلي چې د افغانستان له خاورې څخه نړۍ ته هېڅ ګواښ پېښېدونکی نه دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څار او تحلیل ۳۶م راپور:

  • داعش خراسان، د دوه زره جنګیالیو په لرلو سره د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې فعاله حضور لري؛
  • داعش خراسان، په نړیواله کچه تر ټولو جدي ترهګریز ګواښ ګڼل کېږي؛
  • القاعده د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان کې څو روزنیز مرکزونه لري او درې نوي مرکزونه یې هم جوړ کړې دي؛
  • د القاعدې په روزنیزو مرکزونو کې د تحریک طالبان پاکستان جنګیالي روزل کېږي.

په تېرو څلورو کلونو کې داعش خراسان څانګې، پر طالبانو هم بریدونه کړي دي. تېر کال د داعش خراسان ګواښونه تر دې کچې ورسېدل، چې د طالبانو کابینې ته نېغ په نېغه ورسیدل او دې ډلې هغه برید هم ومنه، چې له امله یې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست خلیل‌الرحمان حقاني ووژل شو. خلیل‌الرحمان حقاني، د سراج‌الدین حقاني تره او د طالبانو د کابینې له مهمو څېرو څخه و. خو طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې تل په ټول افغانستان کې د امنیت ادعا کړې ده. د طالبانو ویاند مخکې ویلي و؛ چې دوی داعش خراسان ځپلی دی او یوازې د دې ډلې یو تر دوه سلنه جنګیالي په غرنیو سیمو او په لیرې پرتو کلیو کې شتون لري.

د طالبانو ځینې لوړپوړي چارواکي چې د داعش خراسان له خوا په نښه شوي او وژل شوي دي:

  • خلیل‌الرحمان حقاني – د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست؛
  • داوود مزمل – بلخ کې د طالبانو والي؛
  • نثار احمد احمدي – بدخشان کې د طالبانو سرپرست والي؛
  • صفي صمیم – بغلان کې د طالبانو پخوانی د امنیې قومندان؛
  • حمدالله نورزی – د طالبانو لوړپوړی قومندان.

له دې ټولو پېښو سره سره، نن جمعه د اګست پنځلسمه ، چې د زمري میاشتې له ۲۴مې سره برابره ده، د طالبانو د بېرته واک ته رسېدو پنځم کال پيلېږي. دا کال د طالبانو د سراسري امنیت له ادعا او د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه د نړیوالو له جدي اندېښنو سره پيلېدونکې ده.