د ملګرو ملتونو ویاند، سټیفان دوجاریک، وايي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې په ځانګړي ډول زیانمنې دي او د طالبانو د څلور کلنې واکمنۍ وروسته د دغه هېواد له نیمایي زیات وګړي بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
هغه په خپله وروستۍ خبري غونډه کې ویلي دي چې طالبانو د محدودوونکو تګلارو لړۍ عملي کړې چې ښځې او نجونې یې له زدهکړو، کاري ځواک او ټولنیز ژوند څخه محرومې کړي ديږ
سټیفان دوجاریک وايي: «بشري مرستې د هغو ښځو او نجونو لپاره د ژغورنې لار ده چې اړینو خدمتونو او مرستو ته لاسرسی نه لري. د بشري مرستندویانو دوامداره حضور په افغانستان کې هم د ملاتړ یوه حیاتي بڼه ده.»
هغه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) له قوله خبرداری ورکړی چې د کډوالو د ستنېدونکو کسانو د زیاتوالي له امله اړتیاوې هم مخ په ډېرېدو دي. د هغه په وینا، دغه بېرته ستنېدنې، که له ایران وي او که له پاکستان، په زیاتېدو دي.
د ملګرو ملتونو د ویاند په وینا، د روان میلادي کال له پیل راهیسې ۱.۷ میلیونه افغانان له ایران او پاکستان راستانه شوي دي چې ډېری یې له ځايي ټولنو سره محدودې اړیکې لري او د سرپناه او اقتصادي فرصتونو په لټه کې دي.
په عین حال کې ستیفان دوجاریک ټینګار کړی چې د افغانستان د کوربه ټولنې خپله هم له کافي خدماتو او سرچینو بې برخې دي. د دې غبرګون د ملاتړ لپاره د بیړنیو مرستو مرکزي صندوق تازه ۱۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي او له افغانستان بشري صندوق څخه د اضافي بودجې د برابرولو ارزونه روانه ده.
د ملګرو ملتونو ویاند ویلي: «د بودجې د شدیدې کمښت له امله، د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره لا ډېر منابعو ته اړتیا ده.»
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بشري مرستو ټولنه د بېرته ستنېدونکو د یوې بلې څپې د راتګ لپاره چمتووالی نیسي، وروسته له هغه چې د پاکستان حکومت افغان کارت لرونکو ته تر لومړۍ سپتمبر پورې د هېواد پرېښودو وروستۍ مهلت ټاکلی دی.
په ورته وخت کې، د هغه په وینا، د افغانستان نږدې ټول ولایتونه سږ کال د منځني حد څخه د کم باران شاهدان دي او د وچکالۍ خبرداری د هېواد په شمال، شمال ختیځ، د مرکزي لوړاټو او لوېدیځو سیمو کې ورکړل شوی دی.
سټیفان دوجاریک د اوچا له قوله هم ټینګار کړی چې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره اضافي بودجې ته سخته اړتیا ده.
هغه زیاته کړې چې د سږني اړتیاوو او بشري غبرګون پلان یوازې ۲۵ سلنه تمویل شوی او یوازې ۶۲۴ میلیونه ډالر د ۲.۴ میلیارده ډالرو له اړینې کچې تر لاسه شوي دي.
