باخبره سرچینې آمو ته وايي چې د اګست ۱۵مې لپاره د طالبانو رسمي مراسم به د جمعې په ورځ د کابل د لویې جرګې په تالار کې ترسره شي. دوه نورې باخبره سرچینې ټینګار کوي چې د تېرو کلونو پر خلاف، د طالبانو ځینو وزارتونو لا تر اوسه په بګرام کې د اګست ۱۵مې پوځي پریډ لپاره د ګډون بلنه نه ده ترلاسه کړې.
دا سرچینې ټینګار کوي چې دا لا تر اوسه روښانه او وروستۍ شوې نه ده چې طالبان به سږ کال په بګرام کې د اګست ۱۵مې پوځي پرېډ ترسره کړي که نه.
دا په داسې حال کې ده چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکې ویلي وو چې هغه د امریکایي ځواکونو د تجهیزاتو سره د طالبانو د پوځي پریډ په اړه «غوسه» کېږي.
باخبره سرچینې آمو ته وايي چې د اګست ۱۵مې لپاره د طالبانو رسمي مراسم به د جمعې په ورځ د کابل د لویې جرګې په تالار کې ترسره شي. د دغو سرچینو لخوا د ورکړل شویو جزیاتو پر بنسټ، په روانه اونۍ کې په کندهار کې د طالبانو د مشرتابه غونډه وشوه. ځینې طالب چارواکي تېره ورځ، سې شنبه او ځینې نور نن، چهارشنبه بېرته کابل ته ځي.
د سرچینو په وینا، طالبانو تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت کې د اګست د ۱۵مې د ترسره کولو څرنګوالي په اړه یوه غونډه وکړه، خو سراج الدین حقاني په کندهار کې د خپل شتون له امله په دې غونډه کې نه و.
سرچینې آمو ته:
• په کندهار کې د طالب مشرانو غونډه روانه ده، ځینې طالب چارواکي تېره ورځ (سه شنبه) او نن (چهارشنبه) کابل ته ځي
• د اګست د ۱۵مې لپاره د طالبانو رسمي مراسم به د جمعې په ورځ د لویې جرګې په تالار کې ترسره شي
• طالبانو، تېره ورځ سې شنبه هم د اګست د ۱۵مې لپاره د دوی تر ادارې لاندې کورنیو چارو وزارت کې مراسم درلودل، خو سراج الدین حقاني پکې نه و
• د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د طالبانو د مشرتابه په غونډه کې د ګډون لپاره کندهار ته تللی و
خو ایا طالبان به سږ کال د اګست د ۱۵مې لپاره په بګرام هوايي اډه کې پوځي پریډ وکړي که به یوازې د لویې جرګې په تالار کې مراسم ترسره کړي؟
مخکې له دې، ځینو باخبرو سرچینو امو ته ویلي وو چې په افغانستان کې د پاتې امریکایي وسلو او تجهیزاتو په اړه د ټرمپ څرګندونې او له دې تجهیزاتو او وسلو سره د طالبانو پوځي پریډ د دې لامل شوی چې طالبان سږ کال په بګرام کې د اګست د ۱۵مې د پوځي پریډ په اړه له «احتیاطه» کار واخلي.
ټرمپ ویلي وو چې د طالبانو د داسې پوځي پریډونو په اړه غوسه کېږي او دغه امریکایي تجهیزات او وسلې چې اوس د طالبانو لاس ته لویدلي دي، باید بیرته ورکړل شي.
ډونالډ ټرمپ د ۱۴۰۳ کال د کب ۱۳مه ویلي: «دوی هر کال پریډ کوي زموږ پوځي وسایل او موټرونه وړي او په یوه کوچني سړک یې نندارې ته وړاندې کوي او لکه داسې چې یو ډول پوځي پریډ وي او کله چې زه یې ګورم نو زه په غوسه کېږم… په غوسه کېږم!! کله چې زه یې ګورم نو په غوسه کېږم.»
له تېرو درېیو کلونو راهیسې، طالبان د اګست په ۱۵مه په بګرام هوايي اډه کې پوځي پریډ کوي، خو اوس دوو نورو سرچینو آمو ته تایید کړې چې د طالبانو ځینو وزارتونو لا تر اوسه په دې اړه د ګډون بلنه نه ده ترلاسه کړې.
د دې سرچینو لخوا د ورکړل شويو جزیاتو پر بنسټ، دا لا روښانه او وروستۍ شوې نه ده چې ایا د طالبانو پوځي پریډ به د اګست په ۱۵مه په بګرام کې ترسره شي که نه؟ طالبانو تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.
