په مسکو کې یوې محکمې د طالبانو د فعالیتونو د توجیه کولو په تور د یوې خبریالې نادژده کورکووا د بند موده وغځوله.
د مېرمن کوورکووا زوی، واسیلي پولونسکي، چې خپله هم یو خبریال دى، وايي، د هغې بند د مارچ تر درېیمې نېټې پورې غځول شوی دی.
مېرمن کوورکووا د روان کال له مى میاشتې راهیسې په بند کې ده.
د روسیې دولتي رسنیو هغه مهال خبر ورکړی و، چې نادژده کوورکووا د دغه هېواد د پولیسو له خوا په دې تور نیول شوې، چې پر خپل ټېلېګرام چینل یې د طالبانو او داعش د بریدونو په اړه لیکنې کړې وې.
دغه ۶۵ کلنه خبریاله په ټېلېګرام چینل کې د دوو مقالو د خپرولو له امله چې په یوه کې یې د طالبانو فعالیتونه توجیه کړي و، له قانوني قضیې سره مخ شوه.
د روسي رسنیو د راپورنو پر بنسټ، د مېرمن کوورکووا لومړۍ مقاله د ٢٠١٨ سره تړاو لري. په دې متن کې یې د اورخان جمايل په اړه یوازې په ۲۰۰۵ کال کې په الچيک کې برید توجيه کړى و .او دویمه مقاله یې د ۲۰۲۱ کال کې خپره کړې وه چې په کې يې د «طالبانو» د فعالیتونو په اړه څرګندونې کړې وې.
د خبریالې وکيل آلبینا پاولووا د پنجشنبې په ورځ د محکمې په غونډه کې غوښتنه وکړه چې هغه دې لنډمهاله بند پرځاى په کور کې نظربنده کړي.
هغه همداراز د قانون د هغې مسودې یادونه هم وکړه چې له مخې به یې «طالبان» د تروریستي ډلو له نوملړه واېستل شي.