اوکراين د جمعې په ورځ (ليندۍ ۱۶) د «پیکلو» په نوم دویمه توغنديزه الوتکه چې په ساعت کې ۷۰۰ کیلومتره چټکيا لري نندارې ته وړاندې کړه.
رویټرز راپور ورکړی چې د دې بې پیلوټه الوتکې رینج او سرعت د هغو توغندیو دوه برابره زيات دى چې لوېدیځ اوکراین ته ورکړي دي.
پیکلو په اوکرایني ژبه کې د دوزخ معنی لري او د دې ډرون په جوړولو سره اوکراین هڅه کوي چې د روسیې د خاورې په ژورو کې برید وکړي.
د اوکراین د وسلو جوړولو د دولتي شرکت یوه استازي د دې ډرون د پرانېستې په مراسمو کې خبریالانو ته وویل چې پيکلو بې پیلوټه الوتکې په ساعت کې ۷۰۰ کیلومتره سرعت لري. خو نور جزیات يې نه دي ورکړي.
د اوکراین د وسلو د تولید وزیر د روان کال په نوامبر کې رویټرز ته ويلي و چې د توغندیو بې پیلوټه الوتکې د کروز توغندیو په څېر ګڼل کېدی شي چې په ټیټه ارتفاع کې خپل هدف ته په لارښوونکې لاره معمولا د غږ څخه په لږ سرعت کې الوتنه کوي.
دغه خبري اژانس وايي، د پيکلو بې پیلوټه الوتکې له یو متر څخه زیات اوږدوالی لري او په دواړو خواوو کې کوچنۍ وزرونه او په ورستۍ برخه کې دوه وزرونه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د متحده ایالاتو لخوا اوکراین ته د اټامکس توغندي چمتو شوي د ٣٠٠ کیلومترو څخه لږ څه اعلان شوي رینج لري.
له بل پلوه، روسیې په اوکراین کې د پوځي او بنسټیزو اهدافو په نښه کولو لپاره په زرګونو اوږد واټن ویشتونکي توغندي او بې پیلوټه الوتکې کارولي دي.