د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد په شخړو کې د جنسي تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت ټینګار کړی چې په جګړو او منازعاتو کې جنسي تاوتریخوالی جنګي جنایت او د بشريت ضد جرم دی او عاملان یې باید ځواب ویونکي شي.
نوموړې په ایکس شبکه کې په یو خپور کړي پېغام کې ویلي چې د قربانیانو، د هغوی د کورنیو او زیانمنو شویو ټولنو لپاره د جګړې پای په هیڅ مانا د دردونو او رنځ پای نه دی، بلکې د دې تاوتریخوالو له امله د رامنځته شویو ژورو ټپونو د رغولو لپاره د یوې خورا اوږدې پروسې پیل دی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې له نړیوالې ټولنې څخه په کلکه غوښتنه کړې چې د جګړې د یوې وسلې په توګه د جنسي تاوتریخوالي کارولو ته د پای ټکی کېږدي، د پېښو عاملان په قانوني توګه وڅاري او د قربانیانو او له بریدونو ژوندي پاتې شویو کسانو اساسي اړتیاوو ته جدي لاسرسی وکړي.
د ملګرو ملتونو د دغې لوړپوړې چارواکې د څرګندونو سره هممهاله، په افغانستان کې د روان وضعیت څېړنې ښيي چې په وروستیو کلونو کې د طالبانو په توقیف ځایونو او بندخونو کې د ښځو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي د کارولو په اړه ګڼ شمېر بېلابېل راپورونه خپاره شوي دي.
د ترلاسه شویو راپورونو له مخې، په دغو بوږنوونکو پېښو کې په زندانونو کې پر بندي مېرمنو باندې ډلهییز تېري او د هغوی سخت جنسي ځورول شامل دي، چې تر دې وړاندې هم پرې کورنیو او نړیوالو رسنیو رڼا اچولې وه.
دې ته ورته، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) هم د روان کال د جوزا په اتمه نېټه په خپل یو رسمي راپور کې، د طالب چارواکو او د دوی د ځواکونو لخوا د افغان ښځو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي او تېري د پېښو د رامنځته کېدو پخلی او تایید کړی و.
دا اندېښنې پهدې داسې حال کې په نړیواله کچه راپورته کېږي چې د بشري حقونو معتبرو سازمانونو په وار وار په افغانستان کې د ښځو د حقونو د پراخ نقض د زیاتوالي او د دې وضعیت د عاملانو د نړیوال حساب کتاب او ځواب ویلو پر اړتیا باندې سخت ټینګار کړی دی.
