رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو د نوې معاملې په چوکاټ کې یو تریخ تضاد شتون لري؛ هغه امتیازات چې ایران د شرایطو منلو ته هڅوي، ښايي د هغه پوځي ځواک (سپاه پاسداران) لاسونه نور هم پیاوړي کړي چې امریکا او لوېدیځوال یې یو ترهګریز سازمان ګڼي.
سپاه پاسداران له کلونو راهیسې د بندیزونو په سیوري کې د تېلو، ساختماني چارو، بېړۍ چلولو، مخابراتو او بندرونو په برخو کې خپله لویه تجارتي امپراتوري غبرګه کړې ده.
اوس چې دواړه هېوادونه خبرو ته چمتو کېږي، دا ځانګړی ځواک د بندیزونو له لیرې کېدو او د ۳۰۰ ملیارد ډالري بیا رغونې فنډ له رامنځته کېدو څخه تر ټولو زیاته ګټه پورته کولی شي.
څلور جګپوړو ایراني سرچینو رسنیو ته ویلي چې د سپاه پاسداران د انجینرۍ څانګه (خاتم الانبیاء) د هېواد په کچه سلګونه لوی شرکتونه اداره کوي او د ایران د تېلو د قاچاق او بندیزونو د ماتولو اصلي واک د دوی په لاس کې دی.
د دوی په وینا، د تېرې فبرورۍ په جګړه کې د ایت الله خامنهيي تر مړینې وروسته، دغه ځواک په هېواد کې خپل نفوذ نور هم زیات کړی او د هغه د زوی (مجتبی خامنهيي) په رهبرۍ کې یې مرسته کړې ده.
خو د اقتصاد په ټولو برخو کې د سپاه پاسداران دغه ژور نفوذ د نوي تړون پر وړاندې یو لوی خنډ هم دی.
د امریکا د خزانې وزارت پخوانی څېړونکی جیرمي پانر وایي، د ایران د قانون له مخې بهرني شرکتونه باید له ځایي ادارو سره شریک شي او په تېلو کې د سپاه پاسداران د پټ شتون له امله، لوېدیځ شرکتونه له حقوقي او قانوني چلنجونو سره مخ کېدای شي، ځکه د دغه ځواک نوم لا هم د امریکا په ترهګریز لیست کې شامل دی.
