د طالبانو د دفاع وزارت ادعا کوي چې د پاکستان په بلوڅستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې یې د داعش مرکزونه په سختو هوايي بریدونو سره په نښه کړي دي.
دغه وزارت ویلي چې دا مرکزونه د ځینو استخباراتي کړیو په همکارۍ پر افغانستان د بریدونو د تنظیم لپاره کارېدل او پخوا هم له همدې ځایونو څو خونړي بریدونه طرحه او ترسره شوي وو.
د طالبانو د دفاع وزارت ادعا کړې چې د خیبر پښتونخوا ایالت په اورکزو سیمه کې د داعش خراسان څانګې یو مرکز، چې د دې ډلې ځینو مهمو مشرانو هم ورته تګ راتګ درلود، په نښه شوی دی.
طالبانو په خپله خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی چې له دې وروسته به د خپل امنیت او ثبات پر وړاندې هیڅ ډول ګواښ ونه زغمي.
پاکستان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
