نړۍ

اوکراین په راتلونکې اونۍ کې د غړيتوب لپاره له ناټو د بلنې غوښتنه وکړه

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر آندري سیبها په یوه لیک کې په ناټو کې له خپلو سیالانو غوښتي چې کییف ته بلنه ورکړي چې په دغه پوځي اتحاد کې شامل شي.

د رویټرز په وینا د ناټو غونډه راتلونکې اونۍ په بروکسل کې جوړېږي.

د یادولو وړ ده چې په ناټو کې د شاملیدو بلنه د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د «بریا د طرحې» یوه برخه ده چې تېره میاشت د دې هیواد پر وړاندې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو په موخه جوړه شوې وه او هغه يې اروپايي ټولنې او ناټو غړيو هیواد مشرانو ته وړاندې کړه.

ښاغلي زیلینسکي مخکې په انګلستان کې مېشت سکای نیوز ته وویل چې د اوکراین لپاره د ناټو سره د یوځای کېدو وړاندیز په داسې حال کې چې روسیې ته اجازه ورکوي چې د هغې د تصرف لاندې سيمې وساتي چې د ٣٣ میاشتنۍ جګړې «ګرم پړاو» پای ته رسولو لپاره د حل لاره شي.

اوکراین وايي، دا مني چې د جګړې تر پای ته رسېدو پورې به له دغه ایتلاف سره یوځای کېداى نشي. خو د بلنې اعلان اوس د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ښیي چې نشي کولای خپل اصلي موخې ته چې په ناټو کې د کييف د غړیتوب مخنيوى دى، ترلاسه کړي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر په دې لیک کې لیکلي: «دا بلنه باید د تېښتې په توګه ونه ګڼل شي. برعکس، په روښانه درک چې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب حتمي دی، روسیه به د دې بې توجيه جګړې د دوام یو اصلي لامل له لاسه ورکړي. زه له تاسو څخه غواړم چې د ٢٠٢۴ کال د دسمبر په ٣ او ۴ کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې د پایلو څخه د یوې پایلې په توګه په دې اتحاد کې د شاملیدو لپاره د اوکراین د بلنې پرېکړه تایید کړئ.”

په همدې حال کې، د اوکراین ولسمشر سکای نیوز ته ویلي چې بلنه باید په رسمي ډول ټولو هېوادونو ته واستول شي.

هغه زیاته کړه: «هیچا موږ ته د اوکراین د یوې یا بلې برخې لپاره د ناټو د غړیتوب وړاندیز نه دی کړی. حقیقت دا دی چې دا د جګړې د ګرم پړاو د بندولو لپاره د حل لاره ده. «ځکه چې موږ کولی شو یوازې د اوکراین هغه برخې ته د ناټو غړیتوب ورکړو چې تر ادارې لاندې دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په لوېدیځ پوځي اتحاد (ناټو) کې د اوکراین شاملېدل د دغه هېواد پر وړاندې د روسیې د یرغل یو لامل ګڼل کېږي.