افغانستان

د افغانستان د ښځو د ملي اتحاد چتر غورځنګ: ښځې د طالبانو په واکمنۍ کې له «بې ساري تاوتریخوالي» سره مخ دي

د افغانستان د ښځو ملي اتحاد چتر غورځنګ چې مشري يې د ښځو د حقونو فعاله شفیقه رازمند کوي د «نومبر ۲۵» د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ښځې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې تر ټولو بې ساری تاوتریخوالي سره مخ دي.

د دغه حرکت په خبرپاڼه کې راغلي: «طالبانو په سیستماتیک ډول د جنسیتي تبعيض، کلتوري نسل وژنې په پلي کولو سره د ښځو بشري او ټولنیز حقونه تر پښو لاندې کړي او له ټولنې څخه یې ګوښه کړي دي.»

دغه غورځنګ وايي، پر کار، زده کړو، سیاسي ګډون، له حجاب پرته پر تګ راتګ او پرله پسې بندیزونو افغان مېرمنې په «کورني زندان» محکومې کړې دي.

د دې مېرمنو غوښتنه

د ښځو د ملي اتحاد چتر غورځنګ زیاتوي چې نړیواله ټولنه اخلاقي او قانوني دنده لري چې د دغو «جنایاتو» پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي.

له بلې خوا په دغه غورځنګ کې اعتراض کوونکې مېرمنې «د بشريت ضد جرمونو له امله د طالبانو محاکمه غواړي، چې په کې قتل، زندان، د ښځو پر وړاندې په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو فعالانو باندې جنسي تېری شامل دي.»

دغه غورځنګ وايي، د نړۍ اوسنۍ کړنلاره له دغه کړکېچ سره د مقابلې لپاره کافي نه ده او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له کمېسیونه یې غوښتي چې د ۲۰۲۵ کال د مارچ میاشتې په غونډه کې دې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون په ګډون ځپونکي قوانين په جدي توګه وڅېړي او د طالبانو د «غیر انساني او ظالمانه سیاستونو» د بندولو لپاره ملګرو ملتونو او د نړۍ هیوادونو ته عملي او سمدستي حل لارې وړاندې کړي.

د ښځو د ملي اتحادیې چتر غورځنګ همداراز د جرمني، کاناډا، هالنډ او استرالیا د هغه طرحې ملاتړ کړی چې له مخې یې د طالبانو له خوا د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د سرغړونو دوسیې د عدالت نړیوالې محکمې ته راجع کیږي او له نورو هېوادونو یې هم غوښتي چې په دې نړيوال کمپاين کې ګډون وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پر هېواد د واک تر لاسه کولو راهسې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې او ښځې د زده کړو له دوام او پوهنتونونو ته له تلو منعې کړې او د هغوی پر نورو اساسي حقونو یې سخت بندیزونه لګولي دي.

تازه طالبانو د امربالمعروف او نهى عن المنکر تر نامه لاندې د قانون په تصویب سره په عامه ځایونو کې د ښځو په غږ او مخونو بندیز لګولى او همدارنګه یې د یوې بالغې ښځې له خوا بلې بالغې ښځې په مخ کې لمانځ، تسبیح او د قرآن کریم تلاوت کول منع کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو دغه چلند د اسلامي هېوادونو او دیني عالمانو په ګډون له سختو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوی دی. خو دوی تر اوسه په دې اړه خپله تګلاره نه ده بدله کړې او د دغه قانون پر بشپړ تطبیق ټینګار کوي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ۱۹۹۹ کال د اکتوبر په ۱۷ نېټه د نومبر ۲۵ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په توګه تصویب کړه. د دې ورځې موخه دا ده چې په ټوله نړۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې لپاره هر چا ته د هغوی هوډ ور په ګوته کړي