افغانستان

د افغانستان د جنګ کمیسیون: د امریکا له‌خوا د افغان حکومت د ظرفیت جوړونې تګلارې د افغان چارواکو له واکه وتلې وې

د افغانستان د جنګ کمیسیون، چې د امریکا د کانګرس له‌خوا په افغانستان کې د امریکا شل کلن حضور د څېړلو لپاره جوړ شوی دی، په یوه راپور کې وايي، چې د امریکا تګلارې د افغان حکومت ځان‌بسیا د جګړې د پای ته رسولو مهم شرط بللی و، خو د ظرفیت جوړونې لپاره کارول شوې لارې، چې ډېری وخت د قراردادیانو، د امریکا ادارو او پوځي واحدونو له‌خوا د موازي خدماتو په بڼه عملي کېدې؛ ډېر ځله د افغان چارواکو له واکه وتلې وې.

په دغه راپور کې راغلي، چې دا لاره ښايي د افغانستان پر حاکمیت منفي اغېز کړی وي او د ادارو پر اوږدمهاله کمزورۍ یې مرسته کړې وي.

په راپور کې راغلي: «په ځانګړي ډول، افغان پوځ، یعنې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه، پر هغو بهرنيو ملاتړیزو سیسټمونو متکي پاتې شول چې هغوی پخپله نه شوای جوړولی او نه هم ساتلی.»

دغه کمیسیون دا هم ارزوي چې دغه سیسټم څنګه د افغانو ادارو د ظرفیت پر وده، د حکومت د مشروعیت پر انګېرنو او د فساد پر بېلابېلو بڼو – چې پکې د افغان او امریکایي ضایعات، درغلۍ او ناوړه استفادې شاملې دي – اغېز کړی دی.

سربېره پر دې، کمیسیون ارزوي چې سیسټماتیک فساد، چې بهرنیو مالي بهیرونو هم ورته زمینه برابره کړې وه او هم یې زیات کړی و؛ څنګه د خلکو پر باور منفي اغېز کړی، د دولت واک یې کمزوری کړی او د جګړې پراخ بهیر یې لا پسې پېچلی کړی دی.

افغانستان کې د ناټو شتون د همغږۍ ستونزې رامنځته کړې

په راپور کې ویل شوي، چې په افغانستان کې جګړه که څه هم په یو ډول یوشانې نه وه، د یوې پراخې ائتلافي چوکاټ لاندې ترسره شوه چې مشري یې د امریکا متحده ایالاتو پر غاړه وه او په جزوي ډول د شمالي اټلانټیک تړون سازمان (ناټو) له لارې پرمخ وړل کېده.

په راپور کې راغلي، چې د ائتلاف ګډون سیاسي مشروعیت، زیات ظرفیتونه او پراخ نړیوال ښکېلتیا راوړه، خو په عین حال کې یې د بېلابېلو هېوادونو د ملي لومړیتوبونو توپیرونه، د عملیاتو محدودیتونه او د همغږۍ ستونزې هم رامنځته کړې.

په راپور کې ویل شوي: «ګډون کوونکو هېوادونو د بېلابېلو لاملونو له مخې برخه اخیستې وه، چې پکې د ائتلافي ژمنو پوره کول، له امریکا سره خواخوږي، او ملي سټراټیژیکې ګټې شاملې وې. د ملګرو ملتونو له خوا جوړ شوی د نړیوال امنیتي مرستندوی ځواک (آي‌ای‌ساف) او د سرتېرو ورکونکو هېوادونو ترمنځ د ښکېلتیا په اصولو، د خطر زغملو په کچه او د مشورو په برخه کې توپیرونه رامنځته شول.»

دغه کمیسیون وايي، د امریکا مشران ځینې وخت د متحدینو د محدودیتونو او د بار وېش د نابرابرۍ له امله ناخوښي څرګندوله، خو متحدو حکومتونو بیا د روښانه سټراټیژیک لیدلوري او د پرېکړو په کولو کې د لا ډېر نفوذ غوښتنه کوله.

کمیسیون دا څېړي چې دغه وضعیت څنګه د عملیاتو پر اغېزمنتیا او پایلو اثر کړی.

پاکستان په تېر شل کال کې له طالبانو پوره ملاتړ وکړ

د افغانستان د جنګ کمیسیون وايي، چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد د امریکا د لومړنیو عملیاتو په ملاتړ کې مهم رول ولوباوه او د القاعدې د شبکو د ګډوډولو هڅو ته یې په خپله خاوره کې لاره هواره کړه.

د راپور په وینا، پاکستان دغه راز د افغانستان لپاره د ائتلافي ځواکونو د اکمالاتو مهمې لارې برابرې کړې او د فشار د وسیلې په توګه یې وکارولې خو د جګړې پر مهال، د طالبانو په وړاندې د امریکا له تګلارې سره د پاکستان د نه‌همغږۍ له امله دغه همکاري نیمګړې وه.

په راپور کې راغلي: «دغه حالت د امریکا د ضد بغاوت او د افغانستان د ثبات هڅو ته پرله‌پسې ستونزې جوړې کړې.»

راپور وايي، که څه هم د پاکستان ملاتړ د القاعدې د مشرتابه او د دې ډلې د عملیاتو د وړتیا په کمزورولو کې ونډه درلوده، خو د طالبانو لپاره د خوندي ځایونو برابرول د امریکا او پاکستان په اړیکو کې د کړکېچ سرچینه شوه او پاکستان په پایله کې د طالبانو بغاوت ته د پام وړ ملاتړ ورکړ.

دغه کمیسیون وايي: «په دې اړه پرله‌پسې بحثونه راپورته شول چې امریکا کومې اغېزمنې وسیلې درلودې څو دغه وضعیت ته ځواب ووایي، چې پکې د امریکا سیاسي، پوځي او اقتصادي فشارونه شامل وو.»

کمیسیون اوس د هغو بحثونو او پرېکړو څېړنه کوي چې د دې اړیکې په تړاو ترسره شوي، په ځانګړي ډول دا چې د امریکا پالیسي جوړوونکي د وخت په تېرېدو کې د پاکستان اړیکې او ملاتړ د افغان طالبانو لپاره څنګه درک او ورسره چلند کاوه او دا چې د بهرنۍ اغېزې د محدودیتونو په اړه، کله چې د شریک هېواد ګټې د امریکا له ګټو سره په بشپړ ډول نه‌وي همغږي، څه څرګندوي.