افغانستان

نن د زمري ۲۸مه، د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۱۰۶مه کلیزه ده

نن (سې شنبه، د زمري ۲۸مه) د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۱۰۶مې کلیزې سره برابره ده، چې له برټانوي استعمار څخه ترلاسه شوې وه.

د ۱۲۹۸ هجري لمریز کال د زمري په ۲۸مه، افغانستان د پخواني پاچا امان‌الله خان په مشري د بریا تر اعلان وروسته له برېټانیا څخه خپله خپلواکي بېرته ترلاسه کړه.

روسیه او ترکیه هغه لومړني هېوادونه وو چې په هغه وخت کې یې د افغانستان خپلواکي په رسمیت وپېژندله.

د طالبانو تر ادارې لاندې د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ورځ عمومي رخصتي اعلان کړې او ویلي یې دي چې د زمري ۲۸مه د هېواد په تاریخ کې «د ویاړ ورځ» ده.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د هېوادوالو له لوري د دې ورځې د لمانځلو مخه نیولې ده.

تر دې وړاندې هېوادوال به د درې رنګه ملي بیرغ په ګرځولو، د سړکونو پر مخ د رقص او خوښۍ په مراسمو سره د دې ورځې هرکلی کاوه.