نړۍ

برېټانوي ورځپاڼه: اوکراین پر دویم افغانستان بدلېږي

برېټانيا د «آی» ورځپاڼي په یوه تحلیلي راپور کې ویلي دي چې د اوکراین مسٸله د افغانستان د وضعیت هغه ياد تازه کوي چې امریکا متحدو ایالتونو په ۲۰۲۰ کال کې د دوحې تړون وروسته په ناڅاپي ډول له دغه هېواده خپل ځواکونه وایستل.

د دغه راپور له مخې، د ښاغلي ټرمپ او طالبانو تر منځ په لاسلیک شوي تړون کې پر امریکايي ځواکونو د بریدونو د نه کولو په بدل کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو د امریکا د هوايي بریدونو کمول او د القاعده شبکې د فعالیتونو کمول شامل دي. خو له مناسب پلان پرته د ځواکونو «ناڅاپه» وتل د دې لامل شول چې د افغان حکومت ګړندۍ سقوط وکړي او هېواد د طالبانو لاس ته ولوېږي.

دغه ورځپاڼه وايي، چې په اوسنيو حالاتو کې اوکراين هم له ورته ګواښونو سره مخ دی. پداسې حال کې چې د هیواد لپاره د متحده ایالاتو نظامي ملاتړ د پام وړ کم شوی ، ځینې شنونکي پدې باور دي چې سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ احتمالي راستنېدو سره ، هغه ممکن د اوکراین ولسمشر ولادیمیس زیلینسکي «مجبور»کړي چې له روسیې سره د سولې تړون لاسلیک کړي.

راپور کې راغلي چې احتمال شته چې ډونالډ ټرمپ «د ولادیمیر پوتین تر فشار لاندې» له اوکراین سره د متحده ایالاتو پوځي مرستې بندې کړي ترڅو د زیلینسکي حکومت څخه وغواړي چې د سولې خبرو ته کېني.

د دې ورځپاڼې په وینا، د افغان دفاعي ځواکونو او د دغه هېواد د خلکو ترمنځ د «تېښتې» احساس رامنځته شو، چې په پایله کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو خپلې پوستې پرېښودې او طالبانو له کوم مقاومت پرته پرمختګ وکړ او کابل ته داخل شول.

له بلې خوا په دغه راپور کې ویل شوي چې روسیې په اوکراین کې د جګړې پر مهال له بشري حقونو څخه جدي سرغړونه کړې ده. څه باندې ۱۹ زره اوکرایني ماشومان په زوره روسیې ته لېږدول شوي چې هلته د خپل وطن له یادولو پرته لوی شي.

برېټانوي ورځپاڼه زیاتوي چې له جنسي تیري څخه هم د اوکراین د خلکو د ځپلو لپاره په «اشغال شویو» سیمو کې د یوې وسیلې په توګه کار اخیستل شوی. راپورونه وايي چې په دې تاوتریخوالي کې «د خپلو کورنیو په وړاندې پر ښځو جنسي تېري او د روسیې په توقیف ځایونو کې جنسي شکنجه» شامل دي.

په داسې حال کې چې فرانسه او برېټانيا هڅه کوي اوکراین ته نورې پوځي مرستې برابرې کړي، د بایډن ادارې یوازې هوکړه کړې چې اوکراین ته اجازه ورکړي څو د روسیې په خاوره کې دننه ژور اهداف په نښه کولو لپاره د اوږد واټن ويشتونکي توغندي وکاروي.

په همدې حال کې، دا اقدامات ممکن د دې توان ونلري چې د روسي ځواکونو د پرمختګ مخه ونیسي. خو ولادیمیر پوتین په خپلو نویو ګواښونو کې اعلان کړی دی چې که غیر اټومي هېوادونه پر روسیې برید وکړي نو اټومي وسلې به وکاروي.

ددې ورځپاڼې په وینا، لکه څنګه چې امریکا افغانستان پرېښود، اوس د اوکراین د پرېښودو په حال کې دي، او برېټانيا باید په دې پروسه کې ښکېل نه وي.