د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، هېواد یې باید له روسیې سره د راتلونکي کال د جګړې د پای ته رسولو لپاره هر ډول هڅې وکړي.
د ښاغلي زیلینسکي دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ بریا له اوکراین سره د لوېدیځ د مرستو د کمېدو په اړه اندېښنې راپورته کړې او روسیې په دې وروستیو کې د جګړې په ډګر کې پرمختګ کړی دی.
د رویټرز د راپور له مخې ولادیمیر زیلینسکي ویلي چې روسیه د سولې تړون نه غواړي او ويلي يې دي «مسکو په داسې حال کې په خبرو اترو کې کومه ستونزه نه لري چې په جګړه کې ښکیل دی، .»
هغه د سې شنبې په ورځ له اوکرایني راډیو سره په مرکه کې ټینګار وکړ: «زموږ له خوا، موږ باید هر څه چې مو په توان کې وي،ترسره کړو څو د راتلونکي کال لپاره جګړه د ډیپلوماتیکو لارو پای ته ورسوو. »
په همدې حال کې په جنیوا کې په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې روسیه د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرو اترو ته چمتو ده. که چیرې دا خبرې اترې د ټرمپ لخوا پیل شي.
هغه دې ته په اشارې وکړه چې جګړې په ډګر کې «موجود واقعیتونه» باید ومنل شي او اوکراین باید هغه سیمې چې د روسیې له خوا نیول شوي او دوى يې خپله خاوره یې وګڼي. روسيې ته وسپارل شي.
ښاغلي زیلینسکي په مکرر ډول ویلي چې تر هغه وخته پورې سوله ممکنه نه ده چې روسي ځواکونه د اوکراین له ټولې خاورې نه وي ايستل شوي او د کریمیا په ګډون ټولې نیول شوې سیمې بیرته نه وي ورکړل شوي.
خو هغه اوس ویلي دي چې ښايي د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ جګړه ګړندۍ پای ته ورسیږي. ځکه ښاغلي ټرمپ د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال څو څو ځله ویلي چې دغه شخړه به ژر پای ته ورسوي. خو نوموړي په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.