د امریکا ولسمشريزو ټاکنو لپاره د جمهوري غوښتونکو نوماند او د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، که ټاکنې وګټي، میلیونونه کډوال به وباسي.
د رویټرز د راپور له مخې، هغه دا خبرداری هم ورکړی چې که د ډیموکراټ ګوند نومانده کامالا هرېس ګټونکې شي، د امریکا هر ښار به د کډوالو په یوه ویجاړ او خطرناک پنډغالي بدل شي.
خو کامالا هرېس په آتلانتا کې په خپله وینا کې وویل چې ټرمپ به سپینې ماڼۍ ته د ستنېدو په صورت کې له خپل واک او ځواک څخه ناوړه ګټه پورته کړي.
آغلې هرېس وویل: «هغه (ټرمپ) هغه څوک دی چې ورځ تر بلې بې ثباته کیږي. هغه د انتقام په اړه فکر کوي. هغه په عقدو کې ښکیل دی او یو سړی دی چې د مطلق ځواک په لټه کې دی.»
په اوو ایالتونو کې د نظرپوښتنو له مخې چې په حقیقت کې د امریکا د ټاکنو برخلیک ټاکلی شي، د ډونلډ ټرمپ او کامالا هرېس ترمنځ سیالي خورا نږدې او د اټکل وړ نه ده.
د راپورونو له مخې د هرېس کمپاین دفتر له وخت مخکې رای ورکول هڅولي دي.
جیمي کارټر، بارک اوباما او جو بایډن د هغو کسانو په ډله کې دي چې له وخته مخکې یې رایې وکارولې.
ښاغلي ټرمپ په پیل کې پرته له ثبوته د رای ورکولو په عادلانه توګه شک درلود؛ خو اوس هغه مني او خپل ملاتړي هڅوي چې هر کله چې ورته مناسبه برېښي رایه ورکړي.
د يادولو وړ ده، چې تر ۷۲ میلیونو زیاتو امریکایانو له له وخته مخکې رایې کارولي دي، چې د فلوریډا پوهنتون د ټاکنو د لابراتوار د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۰ کال د کوویډ-۱۹ دوره کې د رای ورکولو له لومړنیو ریکارډونو څخه کمه ده؛ خو بیا هم د رایې ورکوونکو د لېوالتیا لوړه کچه ښيي.
د يادونې وړ ده، چې د امريکا متحده ايالات په يوه ورځ وروسته (سه شنبه د لړم ١۵مه) ملي ټاکنې ترسره کوي.