د هسپانیې په ختیځه سیمه والنسیا کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه ۹۵ تنه مړه شوي او ګڼ شمېر نور لادرکه دي.
دغه سېلابونه په دې هېواد کې په تېرو درېيو لسيزو کې تر ټولو مرګوني سېلابونه بلل شوي او احتمال لري چې د مرګ- ژوبله زياته شي.
د رویټرز په وینا، ویجاړونکي سېلابونو پلونه او ودانۍ ویجاړې کړې، او ځایي هسپانوي چارواکو ویلي چې زیانونه خورا پراخ دي.
د هسپانیا د هوا پېژندنې ادارې په وینا، یوازې په اتو ساعتونو کې، د باران اندازه چې معمولا په یو کال کې اوري، د والنسیا په ځینو برخو کې زياته شوې. دغه بارانونه د لویو لارو د بندېدو او په سېلابونو کې کرنیزو ځمکو د ډوبېدو لامل شوي دي. هغه سیمه چې د هسپانیې دوه پر درېيمه برخه لېمو تولیدوي او په نړۍ کې د لېمويي مېوو یو له لوی صادرونکو څخه ده.
د هسپانیې د سیمه يیزو چارو وزیرې انجیل ویکتور تورېس اعلان کړى چې لا هم د لادرکه شویو کسانو کره شمېره معلومه نه ده او د مړو د شمېر د زیاتېدو احتمال هم ډیر دی او ویلي يې دي چې «دا ډیره لویه غمیزه ده».
په ورته وخت کې، د هسپانیا لومړي وزیر پډرو سانچیز د ویجاړ شوي زېربنا د بیارغاونې ژمنه کړې، او په یوه تلویزیوني وینا کې، د دغو پېښو د قربانیانو کورنیو ته وویل: «په دې سخته شېبه کې، ټوله هسپانیه ستاسو سره غمجنه ده.»
د ژغورونکو چورلکو لخوا اخیستل شوي انځورونه د والنسیا په شاوخوا کې د لویې لارې ویجاړ شوي پلونه او سېلابونه ښیي.
د دغه هیواد د چارواکو په وینا د سېلابونو له امله مادرید او بارسلونا ته اورګاډي بند شوي او په اغېزمنو سیمو کې ښوونځي او اړین خدمات ځنډول شوي دي.
د دغه هېواد بېړنیو خدمتونه ادارې له خپلو اتباعو غوښتي چې په سړکونو کې د سفرونو څخه ډډه وکړي او رسمي سپارښتنې تعقیب کړي. دغه راز د ژغورنې د عملیاتو لپاره یو شمېر سیمو ته ځانګړې پوځي قطعه استول شوې ده څو د ځايي ځواکونو سره مرسته وکړي.
سېلابونو د هسپانیا د جنوبي اندلس په ګډون په نورو برخو کې هم زیانونه اړولي دي. وړاندوینه کونکو د هوا د لا سختو شرایطو خبرداری ورکړی؛ ځکه چې توپان د هسپانیې د شمال ختیځ په لور روان دی.
دغو ویجاړونکو سېلابونو او بې ساري بارانونو؛ په ځانګړې توګه په والنسیا او د دې هیواد په نورو اغیزمنو سیمو کې، نه یوازې د انسانانو ژوند اخیستی؛ دغه راز زېربناوو او کرنیزو ځمکو ته یې هم ډېر زیان اړولی دی.