بلومبرګ خبري وېبپاڼې په اسرائیلو کې د ایران له وروستي توغندیز برید وروسته په اسرائیلو کې کورونو او شخصي ملکیتونو ته د اوښتو زیانونو کچه له ۴۰ تر ۵۳ میلیونو ډالرو پورې اټکلې ده.
دغه خبري وېبپاڼې د اسراٸیلو د مالیاتو د ادارې د راپور پربنسټ ویلي، چې پر دغه هېواد د ایران د «پراخ توغندیو» د برید په ترڅ کې تر زرو زیات د استوګنې واحدونه زیانمن شوي او په تېرو دوو اونیو کې د څه د پاسه ۲زره۵۰۰ استوګنې کورونو او د کسب او کارځايونو مالکانو د جبران خسارې د ترلاسه کولو لپاره د بيمې غوښتنه کړې ده.
د يادولو وړ ده، چې په دې شمېرو کې د « تل نوف» او «نواتيم» هوايي اډو په ګډون د اسرائيلو دولتي املاک ته اوښتي زيانونه نه دي شامل.
د دغه راپور له مخې، د دغو شمېرو نیمايي یې د تل آويو په شمالي سیمو پورې اړه لري؛ خو دا لا څرګنده نه ده چې د راپور شویو زیانونو اندازه څومره د ایران د توغندیو د اغېزو او د هوايي دفاع د توغندیو د پرزو د لوېدو له امله رامنځته شوې ده.
د اکټوبر په لومړۍ نېټه، ایران په لبنان کې د حزب الله د مشر حسن نصرالله او د حماس ډلې د سیاسي مشر اسماعیل هنیه د وژلو په تړاو پر اسرائیلو د «غچ اخیستنې» توغندیو لوی بریدونه وکړل.
دا پر اسرائیلو د ایران دوهم مستقیم برید و، چې یوازې یو فلسطینی کارکوونکی پکې ووژل شو.
نړیوالو رسنیو ویلي، چې ایران په دویم برید کې پر اسرائیلو شاوخوا ۱۸۰ بالستیک توغندي توغولي دي. خو ډېرى يې شنډ او مخه يې ونيول شوه.
د راپورونو له مخې، د تېر برید په پرتله ډېر توغندي وتوانېدل چې د اسراٸيلو د الوتکو ضد سیسټمونو له خنډونه تېر شي او د هېواد خاورې ته ورننوځي.
دغه رسنۍ وايي، چې ایران په وروستي برید کې له نورو پرمختللو توغندیو کار اخیستی دی.
د دې بریدونو په ځواب کې، متحده ایالاتو اعلان وکړ چې دوی به د «تاډ» په نوم د توغندیو ضد سیسټم چمتو کړي څو د اسراٸیلو د هوايي دفاع سره مرسته وکړي.