د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د سه شنبې په ورځ (تلې ١٧مه) اعلان وکړ چې د حزب الله د پخواني مشر حسن نصرالله دوه احتمالي ځاى ناستي هم د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.
د رویټرز د راپور پر بنسټ، بنیامین نتانیاهو په یوه ویډیو کې چې د حزب الله د مرستیال له څرګندونو څو ساعته وروسته خپره شوه، د حسن نصرالله د احتمالی ځاى ناستو د نومونو له یادولو پرته وویل:« موږ د حزب الله توان کمزوری کړی دی. موږ د حسن نصرالله او د هغه د ځای ناستو په ګډون زرګونه ترهګر وژلي دي. نن ورځ حزب الله تر بل هر وخت کمزوری شوی دی.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د اسرائیلو پوځ اعلان کړی و چې د حسن نصرالله احتمالي ځای ناستی هاشم صفی الدین د تېرې پنجشنبې په ورځ په هوايي برید کې وژل شوی دی.
د اسراییلو د دفاع وزیر يو آو ګالانت هم مخکې ویلي وو چې هاشم صفی الدین چې تمه کېده د نصرالله ځای ناستی وي، له منځه تللی دی. خو دا لا څرګنده نه ده چې بنیامین نتانیاهو د «حسن نصرالله د ځای ناستي، ځاى ناستى» څوک بولي.
د اسرائیلو د پوځ ویاند دانیل هاګاري ویلي، کله چې د اسرائیلو جنګي الوتکو پرې بمباري کاوه، دوى پوهېدل چې هاشم صفی الدین د حزب الله د استخباراتو په مرکز کې دى.
خو د اسرائیلو پوځ د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د لبنان په جنوب کې د حزب الله د ځمکې لاندې تاسیساتو باندې درانه هوايي بریدونه کړي چې د دغې ډلې د شپږو سیمه ييزو او ټیټ رتبه قوماندانانو په ګډون یې لږ تر لږه ۵۰ تنه جنګیالي وژلي دي.
د يادولو وړ ده، چې سیمه ییز کړکېچ چې یو کال وړاندې له غزې څخه د اسرائیلو پر جنوب د حماس له برید سره پیل شوی و، په وروستیو اونیو کې لبنان ته هم غځېدلی دی. د اکټوبر په لومړۍ نېټه ایران، چې د حزب الله او حماس ملاتړي بلل کېږي، پر اسرائیلو توغندي وتوغول. دوى همداراز د سه شنبې په ورځ اسراییلو ته خبرداری ورکړ چې د غچ اخیستنې ګواښونه تعقیب نه کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د ایران پر بنسټونو د هر ډول برید غچ به واخلي. په داسې حال کې چې یو لوړ پوړي ایراني چارواکي د فارس خلیج هیوادونو ته ویلي چې دا مسٸله به د منلو وړ نه وي او که دوی اجازه ورکړي چې د دوی هوایی حریم د ایران پر ضد وکارول شي، دوی به ورته ځواب ورکړي.
په همدې حال کې لوېدیځ قدرتونه هڅه کوي چې یوه دیپلوماتیکه حل لاره ومومي او د شخړو د زیاتېدو په اړه، چې کېدای شي د تېلو بډایه منځني ختیځ ته زیان ورسوي، اندېښمن دي.