نړۍ

سي اېن اېن: پر لبنان د اسراٸیلو د ځمکني برید احتمال شته

سي اېن اېن د متحده ایالاتو په حکومت کې د دوو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې په لبنان باندې د اسراٸیلي ځواکونو لخوا د ځمکني برید احتمال شتون لري.

دغو سرچینو ویلي چې اسراٸيلو خپل ځواکونه خپل شمالي پولو ته لېږدولي دي.

له دغو سرچینو څخه یوه ویلي: «د متحده ایالاتو ارزونه د اسراٸیلي ځواکونو د بسيج او د هغو سیمو د پاکولو پر بنسټ ده چې کېدای شي د ځمکنیو عملیاتو د پیل لپاره چمتووالی ولري.»

دا په داسې حال کې ده، چې د اسرائیلو د دفاعي ځواکونو ویاند پیټر لرنر ویلي چې د دغه هېواد پوځ د احتمالي ځمکني برید لپاره چمتووالی نیسي. خو دا یوازې یو انتخاب دی چې تر ارزون لاندې دی.

اسرائیلو ویلي دي چې په شمالي پولو باندې او د لبنان د حزب الله په خلاف یې د بريد هدف د لبنان سره پولې ته نزدې د اسرائیلو په شمال کې د څه دپاسه شپیته زره ځايي اوسېدونکو خپلو کورونو ته بېرته ستنول دي.

په عین حال کې د اسرائیلو لوی درستیز جنرال هرزي هالوي د تېرې چهارشنبې په ورځ ويلي چې هېواد یې لبنان ته د ځمکنیو ځواکونو د احتمالي ننوتلو لپاره چمتووالی نیسي.

دا په داسې حال کې ده، چې د جمعې په ورځ د بیروت په جنوب کې د ضاحيه په سیمه کې د اسرائیلو په برید کې د لبنان د حزب الله مشر حسن نصرالله، د هغه لور زینب نصرالله او د ایران د سپاه پاسداران عملیاتي مرستیال عباس نیل فروشان ووژل شول.

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د لبنان د حزب الله د مشر حسن نصرالله د وژل کیدو په غبرګون کې په سیمه کې د یوې «هراړخېزې جګړې» د پيل خبرداری ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي دي چې هغه په ​​بیروت کې د پېښو د زیاتېدو په اړه ژوره اندېښنه لري.

ښاغلی ګوترش وايي، ټولې خواوې باید د «کندې له څنډې»  ووځي او دا چې د لبنان خلک، د اسراییل خلک او د سیمې خلک هم د«بشپړې جګړې» زغم نه لري.

له بلې خوا د لبنان د حزب الله د مشر حسن نصرالله، د هغه د لور زینب نصرالله او د سپاه پاسداران د عملیاتی مرستیال عباس نیل فروشان په جنوبی بیروت کې د اسرائیلو په حمله کې له وژل کېدو وروسته، ایران په لبنان او سیمه کې د اسراٸیلو د کړنو په اړه غونډې د جوړېدو د امنیت شورا د غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې ده. 

په ملګروملتونو کې د ایران سفیر امیر سعید ايرواني دغې شورا ته په یوه لیک کې ويلي: «ایران په خپلو ډیپلوماټیکو ځایونو او نمایندګیو باندې د هرډول بريد په وړاندې چې د ډیپلوماټیکو اوکونسلی ځایونو د مصٶنیت د اساسی اصولو خلاف دی په کلکه خبرداری ورکوی او ټینګار کوی. چې د دا ډول تېرې تکرار به ونه زغمي.»

د یادولو وړ ده چې د ایران د سپاه پاسداران عملیاتي مرستیال عباس نیلفروشان هم د بیروت په جنوب کې د ضاحيه پر ښار د اسراییلو د برید یو له قربانیانو څخه دی.

په عین حال کې په ملګرو ملتو کې د ایران سفیر په دغه لیک کې زیاته کړې: «ایران به د نړیوالو قوانینو پر بنسټ له خپلو ذاتي حقوقو په استفادې سره د خپلو مهمو ملي او امنیتي ګټو د دفاع لپاره له هېڅ ډول اقدام څخه ډډه ونه کړی.»

په دغه لیک کې امیر سعید ایرواني د شنبې په ورځ (تلې ٧مه) د امنیت شورا د غونډې غوښتنه کړې ده. سره له دې چې په نیویارک کې پر ځايي وخت د دې ورځې له پای ته رسېدو څو ساعته تېرېږي، خو دغې شورا تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.