اسرائیلي رسنیو خبر ورکړی، چې د لبنان د حزب الله د مشر حسن نصرالله لور زینب نصرالله پرون (جمعه، د تلې ۶) په بیروت کې د اسرائیلو په برید کې وژل شوې ده.
یروشلم پوسټ په یوه راپور کې ویلي چې حزب الله او لبناني چارواکو په رسمي ډول د هغه مړینه نه ده تایید کړې.
د راپور له مخې، زینب نصرالله د لبنان حزب الله او د هغې د کورنۍ د «قربانیو» په وړاندې د خپلې څرګندې وفادارۍ له امله پیژندل شوې وه.
د يادونې وړ ده، که د حزب الله له خوا د هغې مړينه تاييد شي، نو دغه پېښه ښايي د دغه ګوند لپاره مهمې پايلې ولري او د اسراٸيلو پر وړاندې د جګړې د پراخېدو په اړه د دغې ډلې له غبرګونونو اغېزمنه شي.
هغې مخکې په ۲۰۲۲ کال کې د المنار ټلویزیوني چینل سره چې له حزب الله سره تړاو لري، د خپل ورور د مړینې او د هغه د کورنۍ د «قربانیو» په اړه په یوه مرکه کې وویل: «کله چې زما ورور هادي د اسراٸيلي ځواکونو لخوا شهید شو، زما مور او پلار آن یوه اوښکه توی نه کړه، چې د دوی په لاره کې د کورنۍ غرور څرګندوي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د اکسوس خبري شبکې مخکې راپور ورکړی و چې د جمعې په ورځ په بیروت کې د اسراٸیلو په بریدونو کې د لبنان د حزب الله د مشر مرکز په نښه شوی دى.
نړیوالو رسنیو په راپورونو کې ویلي، چې د حزب الله د مشر حسن نصرالله وضعيت لا څرګند نه دی.
خو رویټرز حزب الله ته د نږدې سرچینو په حواله په یوه راپور کې ویلي چې د دې ډلې مشر ژوندی دی.
د جمعې په ورځ په بیروت باندې د اسرائیلو بریدونه، په دې وروستیو کلونو کې د حزب الله په وړاندې د دغه هېواد د جګړې په ترڅ کې، بې ساري بلل شوي دي.